غوڅ ملاتړ ماموریت که د اشغال مهذب نوم؟! | شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

غوڅ ملاتړ ماموریت که د اشغال مهذب نوم؟!

قریب الله عابدي

2020-01-13

د یرغل او اشغال تر سیوري لاندې د خبري رسنیو او لاسپوڅیو یوه دنده دا وي چې د اشغالګرو وحشیانو هغه نومونه چې ولسونه تری کلک نفرت لری او په نوم یادولو سره یی ولس یواځې د وینو تویولو،وژلو،بمونو ورولو د هېوادونو د ورانولو اخذ کوي همدا نومونه یی تغیر او بدل کړي او په یو ډول مهذب شکل او بڼه یی وړاندی وکړي.

په اوسو ورځو کښې به تاسی ډېر ځله په خبری رسنیو ،تلویزونونو او اخبارونو او نورو کښې ووینی چی د امریکایی عسکرو،انګلیسی عسکرو او یا په ډېر واقعی بڼه یرغلګرو په ځای به یی په مهذب شکل لیکلي وي چې: د غوڅ ملاتړ ماموریت!!

دا په حقیقت کښې د امریکایی یرغلګرو ته په هېوادونو د بمونو اچووني او ورانونی په بدل کښې د لاسپوڅو خدمت دی د ښکېلاک د بڼې مهذب کول دي د هغه تور نوم ته نوي کلمات ټاکل او غوره کول دی د ولس له ذهنه د یرغل او د هغه د وحشتناکې بڼې د تصویر د ایستلو هڅه ده.

که نه وي تاسی له زیاتره په اصطلاح خبریالانو او لیکونکو څخه پوښتنه وکړی چې و ښاغلیه دا غوڅ ملاتړ ماموریت یعنې چي؟

په دوی کښې به زیاتره هاغه وي چې هېڅ به نه پوهیږي چې غوڅ څومره غوڅ ده؟ او ملاتړ او ماموریت د کومې لوبې نوم ده مګر دلته د لوبې یو وتلی به دا کلمه دوی ته وړاندی کړي وي او هغه به په همدی د یرغلګرو لخوا ګومارل شوی وی نور نو همدلته د نااهلو په لاس کښې تر لوېدلو وروسته به هر سړی نارې وهی چې د غوڅ ملاتړ ماموریت!

زمونږ په هېواد کښې تر یوې محدودې خودپلورونکې ذلیلې طبقې پرته نور ټول هېواد حتی کاڼي او بوټي له یرغلګرو نفرت لري د هغوی د نوم په اورېدو خپله کرکه څرګندوي د شلو کلونو د ترخه ناورین او تراژیدی مسئولین همدا یرغلګر ګڼي د لاسپوڅو نظامونو د تپلو سرلیک همدا یرغلګر ګڼي ځکه پوهیږي چې یرغلګر دی چې د هېواد پر ټولو ناخوالو کښې لوی لاس لري او شل کلونه کیږي چې افغان ولس یا خپله او یا د خپلو لاسپوڅو په واسطه وژني.

تصور کولی شی چې زمونږ د هېوادچارواکي هغه دی چې په هرات کښې د امریکایی یرغلګرو په لاس د ملکی وګړو د یو عام قتل په اړه تر خولې سوڼ هم نه باسي او هیڅ هم نه ورباندی دردیږي خو همدا چارواکي د یوه بهرنی ویني څښونکي جنرال په وژل کېدلو د تسلیت پیغامونه نورو هېوادونو ته استوي؟او یا د یوه غله په وژل کېدلو عاجل کمیسونونه ټاکي.

مګر ولی دا د هرات اوسېدونکي په انسانانو کښې نه ګڼل کیږي؟ مګر د یرغلګرو دا ټول وژنې هیڅ هم دوی نه ویني؟

خبره همدلته ده چې یرغل راوړې چارواکي او یرغل راوړې مېډيا زمونږ پر هېواد واکمن دي ،دلته به امریکایی یرغلګرو ته غوڅ ملاتړ ماموریت ویل کیږي او پر وژنو به یی د سوی په بڼه په رڼو سترګو ځانونه ویده کوي.



'قریب الله عابدي'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020