د طالبانو لپاره مرګونی کال | شهادت 

23rd January, 2020

نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د طالبانو لپاره مرګونی کال

سید عبدالله پاچا

2020-01-14

۲۰۱۹م کال چې طالبانو پکې د فتح خوبونه لیدل په ماتې یې بدل شو او داسې ماتې یې جګړه وخوړله چې د طالبانو له لوري د پاکستان سره کړې ژمنې یې یوه هم عملي نه شوه.

د دې کال جګړه کې طالبان یواځې چې دوی یې لاس ته راوړنه بولي لسګونه ځانمرګي بریدونه کړی چې ملکي وګړي یې پکې قرباني کړي دی.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تېر میلادي کال کې له اوه زره زیاتو ملکي وګړو ته طالبانو مرګ ژوبله اړولې ده.

دا مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو په پایله کې ملکي وګړو ته اووښتې چې لامل یې طالبان دي او دا هغه بریدونه دي چې طالبانو یې مسوولیت منلی دی.

طالبانو بیا یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په تیرو اتلس کلونو کې جګړه کې ټول هغه خلک وژلي چې جاسوسان او مزدوران و.

یانې طالبانو چې څومره بې ګنا ملکي وګړي وژلي هغه د جاسوسانو په نوم یادوي او مړو ته یې هم سپکاوی کوي.

دا کال چې طالبانو پکې زیات خوبونه لیدل چې ولایتونه به سقوط کړي او ولسوالۍ به ونیسي، برعکس طالبانو ۱۳ ولسوالۍ له لاسه ورکړې او اوس په دې ولسوالیو کې افغان ځواکونه دیره دی او د افغان حکومت تر حاکمیت لاندې دي.

طالبانو ته د ۲۰۱۹م کال لپاره هدفونه ټاکل شوي و چې باید د ځینو ولایتونو مرکزونه ونیسي، ځینې ولسوالي او لوی لارو باندې کنټرول زیات کړي، خو افغان ځواکونو پرې داسې لار ورکه کړه چې ان خپل کور کې یې هم خوب نه وی.

افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو دا ډله تیر میلادي کال کې دومره وځپله چې اوس طالبان له خپل سیوري او د سپي له غپ ډار لري.

د ځانګړو او کمانډو ځواکونو ځانګړو او شپنیو عملیاتو اوس طالبان په خپلو کې یو بل ځان باندې بې باوره کړي او ډير کله په دې شک کوي چې خانګړي ځواکونه د طالبانو ځانګړي ځایونه څنګه پیدا کوي او چاپي بریالی کوی.

طالبان د شپې له لوري څو ځایه خپل ځای بدلوي او یو بل ته خپل د شپې تیرولو ځای له دې کبله نه شيي چې ګوندې ځانګړي ځواکونه خبر نه شي.

طالبانو خیالي امارت اوس د بیخي نړیدو په ګړنګ ولاړ دی او دا ورته یو فرصت دی چې د سولې خبرو کې انعطاف وښيي ، جګړه بس کړی او د سولې پروسې سره یو ځای شي.

طالبانو رهبران هسې هم خپله ښه ژوند لري او کورنۍ یې هوسا ده، پردي اولادونه د جګړې په ډګر کې قرباني کوي چې د طالبانو د رهبرانو ژوند خراب نه شي.

د طالبانو د رهبرانو جګړې کې ګټه ده او د دې جګړې له درکه یې زیاتې پيسې لاس ته راوړي او ښه ژوند لري، خو که جګړه نه وي بیا د طالبانو رهبران څوک په دوه پيسو هم نه اخلي

'سید عبدالله پاچا'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس

نجیب   (2020-01-21 17:56:51)  
زه دی ته حیران یم چه ته او د تا حزب تر څه حده کته رت ولیدلی ده. متأسفانه د افغانستان د جهاد شهیدان وینه تاسو ډیره ارزانه خرڅه کړه. ډیر افسوس تا سو باندی ډیر حلک د درواغینو شعارونو وغولیدل.

نجیب   (2020-01-21 17:56:47)  
زه دی ته حیران یم چه ته او د تا حزب تر څه حده کته رت ولیدلی ده. متأسفانه د افغانستان د جهاد شهیدان وینه تاسو ډیره ارزانه خرڅه کړه. ډیر افسوس تا سو باندی ډیر حلک د درواغینو شعارونو وغولیدل.

نجیب   (2020-01-21 17:56:45)  

نجیب   (2020-01-21 17:56:44)  
زه دی ته حیران یم چه ته او د تا حزب تر څه حده کته رت ولیدلی ده. متأسفانه د افغانستان د جهاد شهیدان وینه تاسو ډیره ارزانه خرڅه کړه. ډیر افسوس تا سو باندی ډیر حلک د درواغینو شعارونو وغولیدل.

نجیب   (2020-01-21 17:56:36)  
زه دی ته حیران یم چه ته او د تا حزب تر څه حده کته رت ولیدلی ده. متأسفانه د افغانستان د جهاد شهیدان وینه تاسو ډیره ارزانه خرڅه کړه. ډیر افسوس تا سو باندی ډیر حلک د درواغینو شعارونو وغولیدل.

0   (2015-09-01 13:21:50)  
0

عاقل   (2015-09-01 13:21:49)  
گرانه لیکونکیه چه په واقعیت ددی ائتلاف خبر نه یی ، بیا ده خپل ده حقدی له نه هست ببو لالی مه لیکه. که غرض د ستاسو دا دی چه هر سیاسی حرکت چه کابل کی فعالیت لری باید چه په هره ناسته کی ده آمریکا او انگریز په ضد چیغه وباسی، نو په همه صورت کی به ولی دوی ستاسو پر سنگر کی نوای چه په کابل کی مبشت دی! حال دا چه دوی ده حزب نه بیل او متفاوت سیاست غوره کری ده او تاسو دا انتظار هم مه لری. په پتو سترگو قضاوت مکوی. لگه سیاسی پوه زده کی. گرچه نن سبا دا په حزب کی نه لیدل کیگی.

اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020