مولوي صاحب مجيب الرحمن يوازې نه دی | شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

مولوي صاحب مجيب الرحمن يوازې نه دی

قريب الله عابدي

2020-01-16

د مولوی صاحب مجیب الرحمن غبرګون او لاس په کار کېدل په حقیقت کښې د شل کلن اشغال تر سیوري لاندې د فساد د اوج په وړاندی یو ولسي غږ دی دا خبره ساده مه ګڼی هغه ولس چی شل کاله د مفسدو.غلو،فحاشو چارواکو او یرغلګرو تر وحشت لاندی شپې ورځې سبا کوي نور له دی وضعیت څخه په تنګ راغلی دی

د دی چارواکو له الف تر یا غله او مفسدین دی

تاسی فکر وکړی چی د یوه هېواد رئیس جمهور غل وي ، په فساد ترکیز کوی او د فساد او درغلی ملاتړ کوي او حتی ټولی دولتی ادارې او تشکیلات د فساد او درغلی د حمایه کولو او مرستی لپاره مجبوروي په داسی یوه هېواد کښې به د نورو چارواکو څه حال وي؟ اود ولس سره به د دوی چلند څه وي؟

هغه خلک چې د یرغل او اشغال او موجود فساد په وړاندی یی یوه ورځ غږ جګ نه کړ نن د مولوی صاحب مجیب الرحمن له غږ څخه ویریدلی دي او تبلیغات کوي ځکه چې دا خلک د همدی خوسا ډنډ او همدی فساد لوبغاړي دي دوی په همدی فساد کښې لوی شوی دی اود ولس په برخلیک لوبې کوي

که د هېوادټول علماء له هره اړخه د فساد په ضد راپورته شي نو مولوی صاحب مجیب الرحمن به یواځې پاتې نه شی او د یرغل او یرغلګرو لاسپوڅي به راپرځي او ولس به خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسیږي



'قريب الله عابدي'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020