د مولوی صاحب مجیب الرحمن انصاري پر څرګندونو یوه لنډه یادونه | شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د مولوی صاحب مجیب الرحمن انصاري پر څرګندونو یوه لنډه یادونه

قریب الله عابدي

2020-01-17

د حکومت په دننه ،په حکومت پوری تړلیو او د بهرنیو یرغلګرو تر سیوري لاندې مېډیا او اورګانونو کښې ځنې دي چې د ښځو د حقونو په نوم ځنې بې تربیی ،ضعیفه النفسه ،له کورنۍ اوپلرنۍ او مورنۍ روزنې او مینې څخه بې برخې ښځې د میډیا او حکومتی شعارونو تر سرلیک لاندې د بربنډتوب یوې ناروا مسابقې ته ورټېل وهي

دا خلک اصل کښې د ښځو د حقونو غم ندي اخیستی او بربنډتوب او ناروا سیالۍ او نڅول او د تجارتي اعلانونو په توګه یی څرګندول د ښځو حقوق جوړوي

دوی دوه ځنې اهداف لري

لومړی: دوی له همدې کمزورو او تربیی څخه بې برخه ځنو ښځو څخه د خپلو جنسي خواهشاتو د مشبوع کولو په موخه د یوه بازار د جوړولو په هڅه کښې دي،غواړی له دی ځنو ښځو په حکومتی ادارو او مېډیا کښې استفاده وکړي د هغوی د نیمه بربنډتوب او نورو تر سرلیک لاندی او دښځو د حقونو تر نوم لاندی د خپلو جنسي غریزو لپاره ګرم بازار رامنځته کړي چې تر دی دمه د یرغل دا محصول چارواکی پر دی بریالی شوی دی

دوهم:د پردیو او یرغلګرو د هیلو لپاره د افغانانو ټول ارزښتونه سپک کړي دینی او ملی مسائل یی د هغوی د سترګو وړاندی تر طنز لاندی ونیسي،د ښځې ،عزت ،عفت او د هغه مقام سپک کړي او هغه ارزښت چې زمونږ ټولنه کښې لری هغه لومړی د ښځو له نظره او دوهم د نارینه له نظره سپک وګرځوي او ټولنه یوه لوېدلی کچې ته ورسوي.

دریم:د هغو اړخونو سره چې د اسلامی ټولنې او اسلامی نظام غږ اوچتوی او ددی لپاره ګامونه اوچتوی او مبارزه کوي د هغوی د دی هیلو په وړاندی هم ښځه د یوه مورچل په توګه وکاروي د ښځو له بربنډتوب څخه په ګټه خپل مخامخ لوری او اسلامپال رقیبان تر برید لاندی راولی د هغوی د ملی او اسلامی غوښتنې د ښځو د حقوقو تر سرلیک لاندې تر برید لاندې ونیسي او په دی توګه دا بې ارزښته موجودات ځانونو لپاره ښځه د وسلې په توګه وکاروي.

څلورم: یرغلګر هېوادونه په هیڅ یوه هېواد کښې د داسی طرحو ملاتړ نه کوي چې هغه انساني حقونو ته درناوی جوړ کړي

همدا خبره چې یرغل فساد زیږونکی دی د همدی سرلیک سره کلکه اړیکه لري.

پنځم:زمونږ په ټولنه کښې د ښځو حقوق په تلویزون کښې نیم بربنډه راڅرګندیدل او یا په حکومتی ادارو کښې د اخلاقی فساد ترسره کول ندي هغوی چې ټولنې ته د ښځو حقوق دا دول ورپیژنی زمونږ له ټولنې سره په جګړه بوخت دي او د یرغلګرو مزدوران دي،هلته چې ښځې او ماشومان او ټولې کورنۍ له یو مخې تر بمونو لاندی وژل کیږي چا له هغو ښځو پوښتنه کړی ده چې څه غواړی؟ په دوه زره نولس کال کښې یواځی اته زره بمونه پر افغان خاوره ورول شوی دی،ایا پوهیږی چی څو کورنۍ به یی تباه کړي وي ؟ څو خویندې ،میندې او د هغوی اولادونه به یی شهیدان کړي وي؟ د څو میندو او خویندو د کورنۍ خوښي به یی ترې لوټلې وي؟

مګر زمونږ غربپالان په تلویزون کښې د یوې نیم بربنډې بې حیاء ،بې عفته پر نه موجودیت باندی غږ اوچتوی دا د ښځو د حقونو په توګه معرفی کوی ځکه خو مونږ د ښځو د حقونو په اړه ژور توپیر وینو او تر سترګو کیږي چې دلته ځنې شرمښان د ښځو د حقونو تر نوم لاندې کوم تور اغراض لري.

شپږم:

په یوه کورنۍ کښې د کورنۍ د غړو تر منځ اړیکې او یو پر بل اغیزې متقابلې دي

دا که دښځو او نرو په کټه ګوریو وویشو او که د کورنۍ غړي د مشر، کشر او داسی نورو سره تر نظر تیر کړو

که په کورنۍ کښې نارینه بې حیاء وي ،عزت او ناموس ته احترام ونلری همداسی د کورنۍ نور غړي او ښځې هم تری متاثره کیږي او که دا د کورنۍ مشر وي پلار وي او د لارښود بڼه ولری نور هم اغیز لری ځکه په اسلام کښې او په طبعي توګه د وړتیا په اساس د کورني مدیر نارینه دی نو ځکه خو یی اغیز هم لوی دی او د کورنۍ په حیاء،عزت،عفت کښې یی ونډه هم جوته ده

همداسی که د یوې کورنۍ ښځینه غړې بې حیاء وي له عزت او عفت سره لوبې کوي همدلته به پر نارینه وو هم بد اغیز کوي هغوی به هم همدې لوری ته سوق کوي او د ټولنې نظم به خرابوي

په هرات کښې یوه لیکنه چې د ښځو بې حجابی د نارینه وو له بې غیرتی څخه ده د همدې متقابلو اړیکو څرګندونه کوی که د کورنۍ مشر او مدیر خپل مسئولیت نه وي اداء کړی تر هرچا وړاندی لومړی به همدی ډېر بې غیرته وی او له کورنۍ سره به یی لوی خیانت کړی وی

مګریوجناب بیا د فیلسوف په توګه متقابل سوال ورته کړی دی چې د نارینه بې حیایی به بیا د چا څخه وي؟

فکر کوم چې موضوع د فلسفې کولو نده دلته باید متقابلی اړیکی تر نظر لاندی ونیول شي.

اووم:د ښځو حقوق د غربپالو او نورو رقیبانو تر منځ د رقابت په میدان بدلیدل د دې پړاو اساسی ستونځې په ګوته کوي

ولی غربپال کوشش کوی چې د خپلو شومو اغراضو لپاره د ښځې حقوق رامخې ته کړی او رقابتونه پر همدی مخ ته بوځي.

حقیقت دا دی چې د ښځې حقوق د رقابت په میدان کښې ندی باید لومړی خپله ښځې دا درک کړي او دوهم نارینه پر دی پوه شي چې د ښځې حقوق کوم چې اسلام ورکړي دی باید د رقابت په ډګر کښې د غربپالو او نورو تر منځ ترپښو لاندی نکړل شي.

 



'قریب الله عابدي'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020