ولې د شهید اوونۍ له جنتري ووځي | شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ولې د شهید اوونۍ له جنتري ووځي

سید عبدالله پاچا

2020-01-21

دښمن غواړي حساس موضوعاتو کې د خلکو احساسات وپاروي

د شهید اوونۍ چې د لوی جرګې په غوښتنه د افغانستان د جنتري برخه ده او ۱۸م د سنبلې رخصت وي، هر کال د شهیدانو یاد باندې غونډې جوړیږي او کارنامې یې ستایل کیږي.

دا شهید اوونۍ د دې لپاره نمانځل کیږي چې د شهیدانو روح ته دعا وشي او قربانیانو سره یې خواخوږي وشي.

د دې لپاره چې د افغانستان شهیدانو د خاورې او د خلکو د ناموس د دفاع لپاره قرباني شوي، اړتیا ده چې یاد یې هر کال تازه شي.

د دې یاد غونډو یوه ګټه دا ده چې که نور خلک د هېواد لپاره قرباني ورکوي، نو په دې به باوري وي چې دوی د خلکو په زړونو کې دي او له یاده یې نه باسي.

د شهید اوونۍ یو فرد او کس ته نه ده مشخص بلکې د افغانستان ټول هغه شهیدان چې د جهاد په وخت کې یې قرباني ورکړې، د هغوی قربانیو ته د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.

دولت او عام خلک په دې اوونۍ کې د شهیدانو په یاد باندې خبرې کوي، د هغوی کارنامې ستایي او قدردانی یې کوي.

خو ولې د دې اوونۍ په تړاو د خلکو احساسات راپارول کیږي.

افغانانو کې یو کار دا ښه نه دی چې یو خبر او اوازه یا شایعات اوري، د دې پر ځای چې تایید یې کړی، غبرګون ښيي او خپل احساسات ښکاره کوي.

له بده مرغه ځینو مواردو کې دښمن دې هدف ته رسیږي، د خلکو احساسات راپاروي او تر څو چې اصلي خبره مالومیږي، خلکو خپل کار کړی وي.

د شهید اوونۍ په تړاو خبر هم همداسې شایعات و، نه په دې موضوع بحث شوی او نه د شهید اوونۍ له جانتري ویستل کیږي، خو دا چې دښمن هر کله په کمین کې ناست دی او د خلکو لپاره احساساتي موضوعات خواله رسنیو ته وباسي، ځینو مواردو کې کله کله بریالي کیږي.

ډیر نور موارد شته چې زموږ د تبلیغاتي جګړې ټیم یې خنثی کوي او اجازه نه ورکوي چې دښمن ترې ګټه پورته کړي.

د شهیدانو اوونۍ په جانتري کې شته، تراوسه هیڅ بحث پرې نه دی شوی او نه به د دې اړتیا وي چې بحث پرې وشي.

خلک دې پر خپل حکومت او مسوولینو باور ولري، هیڅ داسې کار نه کوي چې په اساس یې د خلکو احساسات راوپاریږي او یا د خلکو د خفګان سبب شي.

افغانستان کې نږدې هر کور شهید لري او حق لري چې له دې اوونۍ نمانځنه وکړي او د قربانیو قدردانی یې وشي.

نو لطفا؛ هغه څه مه منئ چې ستاسو لپاره تایید شوي نه وي، اوازې او شایعات د دښمن کار دی او په دې کې ځانګړې موخې لري، نو تاسو اجازه مه ورکوئ چې دښمن موخې ته ورسیږي.



' سید عبدالله پاچا'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020