شورويان چا وويستل؛ څو پوښتنې! | شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شورويان چا وويستل؛ څو پوښتنې!

وحيدالله مصلح

2020-02-16

شورويان چا/ګوند راوستي وو او د څه لپاره؟ او نجيب په دغه ګوند کې څه نقش لرلو؟

نجيب د شورويانو په حکومت کې کوم ډاکټر و او که د خاد رئيس او د لسګونو زرو افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د شورويانو دوست (لاسپوڅى) حکومت او سړي څوک وو؟ يو لاسپوڅى ولسمشر او حکومت څنګه کولاى شي چې خپل بادار وباسي؟

له شورويانو سره نجيب، پرچم ګوند او د نجيب اردو او ملېشو په کوم ځاى کې جنګ کړى؟

له شورويانو سره جنګ چا کړى؟ څومره ووژل شول؟ څومره زخميان شول؟ او دې جګړې يې اقتصاد څومره ژوبل کړ؟

شوروي جنرالان خپله وايي چې نجيب زمونږ د پاتې کېدو هڅې کولې، نو دوى ولې د حقيقتونو د پټولو هڅه کوي؟ او ولې حقيقتونه نه شي زغملى.

اصلاً نجيب په مسکو کې د ګورباچف د نويو سياستونو د تطبيق لپاره په کابل کې کېنول شوى و، که تاسو فقط دا تاريخي سندونه ولولئ چې شورويانو ولې ببرک کارمل لرې کړ او نجيب يې ولې او د کومو موخو لپاره دحکومت او ګوند پر مشرۍ کېنولو خپله به د نجيب د بلى صيب (Да сэр) او اوکى (Ладно) پر منطق پوه شئ.

يو شمېر دا وايي چې د شوروي اقتصاد مات و، خو دا نه واي چې د افغان شوروي درنې جګړې دا اقتصاد څومره زورور مات کړ، دوى له خپلو ځانونو ولې نه پوښتي چې مسکو ولې داسې مرحلې ته ورسېد چې هغوى يې تحفظ ته له افغانستانه پښې سپکې کړي؟

د دلوې تر شپږويشتمې وروسته پېښې د نقد وړ دي، داخلي جنګونه د يوې بلې مرحلې چنايتونه وو چې راستيان او چپيان ټول په کې راښکېل وو، خو په کوم منطق دغه مرحله او يا د کابل د حاکم نظام د ړنګولو پلان د شورويانو د "ويستلو" او "وتلو" توپير وټاکي؟ دا هر څه خو د شورويانو تر ويستلو وروسته پېښ شول.

دا چې نن هغوى نړۍ کې عزتمن ژوند لري او مونږ ذليل دا نو د شورويانو تر ويستلو وروسته د بلې بې ظرفيتۍ پيل و چې له بده مرغه د جهاد بېلابېلو مشرتابه په کې د حکومتولۍ وړتيا ونه ښوده، دوى د جنګ نه وروسته مرحلې لپاره اصلاً امادګي نه لرله... دوى د مدارا، زغم، يو بل منلو او سياسي پلورالېسم پر شديد فقر اخته وو او پاى په کې د ازادۍ پر مخ د داخلي جنګونو پېړې پردې وغوړېدې...



'وحيدالله مصلح'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020