د زابل غميزه، مونږ سوله او ژوند غواړو ! | شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د زابل غميزه، مونږ سوله او ژوند غواړو !

وحيد الله مصلح

2020-03-21

پرون د افغانانو پنځه ويشت کورونه ړنګ شول، پنځه ويشت افغان مېرمنې کونډې شوې، 125 نازولي يتيمان شول، نن به 25 مېندې خپل ټټر وهي، لسګونه خوېندې به ساندې کوي او ويښتان به شکوي، نن به 25 پلرونه په ملا مات وي اوورونه به قبرونه کندي او ژاړي به...

زما، ستا او بل هر افغان مسئوليت دى چې د دې خوني جګړې پر ضد غږ پورته کړو... له امريکايانو سره تر تفاهم وروسته د افغانانو د خپلمنځي جګړو د مخنيوي په اړه هر يو په خپله وسه فعال شو، که نه د شورويانو تر ويستلو وروسته تاريخ بيا تکرارېږي!

د افغانانو لپاره اوربند غواړو، که نه حد اقل اورکم غواړو، سوله غواړو او ژوند غواړو!

کچکول روان دى، رباب ټنګېږي

ورونه جنګېږي، کور يې ورانېږي



'وحيد الله مصلح '   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020