د افغانستان وياړمن اسلامي نهضت د قربانۍ یو پنځوسم پسرلی لمانځو | شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د افغانستان وياړمن اسلامي نهضت د قربانۍ یو پنځوسم پسرلی لمانځو

شهادت

2020-04-02

د کابل پوهنتون په انګړ کې زيږيدلی اسلامي نهضت د قربانۍ او ځارينې له یو پنځوسم پسرلي هم تېر شو، خو د دغه اوږد او نه ستړي کيدونکي مزل تر شا يې د تاريخ پاڼو ته د قربانۍ او سر شيندنې داسې مشالونه پريښودل، چې راتلونکي ولسونه به پرې وياړي، د هيواد له هرې لوړې او ژورې ميړنی راووت، د جهاد هيره شوې فريضه يې د وينو په څاڅکو راژوندۍ کړه، نړۍ ته يې وښودله، چې د ظلم ماڼۍ يوازې د وينو په قيمت ړنګيدلی شي، د اسارت او محکوميت له ګردابونو د راوتلو ورستۍ لار د جهاد په فلسفه کې نغښتې، د وينو په قيمت او د تورو په هيبتي شرنګار سره موږ د خپل ولس د ازادۍ او راتلونکي برخليک خوبونه تعبيرولی شو.

په همدغه دروند احساس او ژوندي ضمير سره يې د حي علی الجهاد نعره پورته کړه، دا ملکوتي غږ څو شيبې وروسته د پوهنتون له انګړه د غرونو او اسمان څکو څوکو په لور والوت، يو اوږد خو په قربانۍ مين کاروان يې له ځان سره ملګری کړ، د هيواد غوڅ اکثريت خلک يې په خپل جهادي صف کې تنظيم کړل، د حريت په ازاده فضاء کې يې د شوروي اتحاد په وړاندې په تش لاس خو پياوړي ايمان سره مقابله پيل کړه، هماغه وو، چې د دوي د بيدريغه قربانۍ او رشادتونو په بدل کې شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو، د نړۍ نقشه بدله شوه، د وارسا ملا ماته او د کمونيزم د مکتب ټغر ټول شو، د نړۍ محکومو ولسونو د ازادۍ ساه واخيسته او د نړيوال سړيخور ښارمار له پنجې نه ازاد شول.

د دغه جهادي خوځښت روزل شوي سپاهيان د نړۍ نورو محکومو ولسونو ته خپاره شول، هلته يې هم خلکو ته د محکومیت او اسارت نه د خلاصون احساس وروپيژانده، د عربي نړۍ پسرلي هم د دغه نهضت په غيږ کې روزل شويو سپاهيانو وپنځول او په عربي نړۍ کې د راروان انقلابونو پيلامه هم د همدغه مدرسې د رزول شويو مجاهدينو په لاس پيل شوه.

موږ په داسې حال کې، چې د خپل وياړمن نهضت د قربانۍ یو پنځوسم پسرلی لمانځو، د دغه نهضت په غیږ کې د ازادۍ په تکل يو نيم ميليون قربان شوي ولس ته لاسونه لپه کوو، له لوي رب څخه ورته د لوړو درجو غوښتنه کوو، کورنۍ او د فکر لارويانو ته يې د دغه ورځې په وياړ مبارکي وايو، دعاء کوو، چې لوي رب دې د دغه نهضت د اصيلو بچيانو قدمونه مضبوط او مټې پياوړي کړي، چې د شوروي اتحاد په څېر صليبي ځواک هم د نړۍ له نقشې نابود او نسکور کړي.



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020