د جنګ کرونا! | شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د جنګ کرونا!

وحيدالله مصلح

2020-04-09

يوه کرونا خو نه ده، د جنګ کرونا مونږ دا کلونه کلونه وژني، دا ولس چې له کرونا وبا سره ټوکې کوي؛ يو علت يې دا دى چې جنګ، ډرون او بمبارد له دوى سره دا لسيزي دي چې ټوکې کوي!

پرون ډرون ډېر نازولي په کندهار کې شهيدان او ټپيان کړي، ښه نو اى د جنګ جارچيانو تاسو ولې د سولې دا راغلى فرصت په باروتو ولئ؟

اى هغه مسلطو وګړو چې يوازې د انا په جګړه کې مو بين الافغاني خبرې ځنډولي، تاسو د سولې ضايع فرصتونو ته ولې خوشحالېږئ؟ د جنګ چغمارو تاسو داسې بې حسه شوئ لکه غرونه چې په دا ټوله جنګونو کې بې حسه درېدلي او شور نه خوري...

اى د جنګ جارچيانو، خداى مو په خپلو ځانونو وژړوه، د ملت پر غوڅ غوڅ وجود مو د خندا سياستونه ونړېږه او د غبن دا شوړماره سيالي مو نوره نسکوره شه!

مونږ د ملت په توګه نور له جنګه ستړي يو، زمونږ په سيندونو کې زمونږ وينې دي او په غرونو کې مو ستاسو بې رُخي او بې حسي کنګل شوې، مونږ يوازې پرځېدلي انسانان يو چې پردي ډرون او خپل ناخلف مو وژني.

مونږ له جنګه ستړي او مونږ د سولې جل وهلي نور د سولې تږي يو!



'وحيدالله مصلح'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020