د تیرې میاشتې را هیسې د یو دردونکی حالت سره مخامخ یو | شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د تیرې میاشتې را هیسې د یو دردونکی حالت سره مخامخ یو

مسافر

2020-05-28

د تیرې میاشتې را هیسې د یو دردونکی حالت سره مخامخ یو چی د حزب اسلامي زندانیان نه آزادیږي او نور آزادوي، د نورو مجاهدینو بندیانو په آزادیدلو هم ډير خوښ يو.

اوس بیا د اطمینان لپاره:

د حکومت لخوا پرون چهارشنبه یو ځل بیا د حزب اسلامي د زندانیانو کمیسون سره وعده وشوه چې بيگا یا سبا ته یو شمیر د حزب اسلامي زندانیان به د بگرام او پلچرخي زندان څخه آزاد شي، وگورو، زمونږ د کوم لست زندانیان آزادیږی اوله درجه، دوهمه او که دريمه؟

او زمونږ څومره زندانیان آزادیږي؟

همدا اوس د دولت مسئولینو وینا ده چی  کار جریان لري :

د څلورو هفتو را هيسې زمونږ بیچاره بندیان منتظر دي، زمونږ د بندیانو مظلومې کورنۍ او دوستان ساعت په ساعت تماس نیسي، د حزب اسلامي مشران او مجاهدین پوښتنه کوي؟

متأسفانه زمونږ داسی په لسگونه بندیان د انتظار په حالت کې دي چې د حبس موده یې لاپخوا پوره کړې ده، چې باید آزاد شوي وای، خو د حزب اسلامي په نوم پاتې دي.

د یو بندي پیغام:

 سلامونه او احترامات مې قبول کړه، محترم! پرون د امارت بندیانو پیغور را کوه چې تاسو ور سره روغه وکړه میاشت په میاشت مو تېر باسي، او مونږ په شخو سترګو وزو.

د هغه په جواب کی یو مجاهد ورور ویل:

د جهل او حماقت انتها همدې ته وايي له امريکا سره د سازش په نتيجه کې له زندان څخه وځئ او هغه چا ته پيغور ورکوئ چې له امريکا سره د دښمني له کبله زندان کي پاته کېږي.

هارون گوانتانامو کې او سلگونه بگرام او پلچرخي کې.

 مخکې یو بندي اویا کلن وو تیلفون يې را ته کړی وه ډیر عذر کاوه ، ما ورته وویل چی زمونږ لست کی دولت مواد مخدر نه آزادوي، هغه را ته وویل چې د طالبانو لست کې مواد مخدر والا هم آزادیږي.



'مسافر'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020