سوله څنګه راتلای شي؟ | شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

سوله څنګه راتلای شي؟

فضل الربي شاکر

2020-06-24

موږ ټول په دې پوهېږو، چې سوله کوم مجسم شی نه دی، چې له لاس او پښو يې را ونيسو او افغانستان ته يې راولو. نه هم کوم د پېر او پلور توکی دی، چې له کومې سترې هټۍ او مغازې يې وپېرو. او نه هم د کوم مشخص شخص په جېب کې پرته ده، چې په زور او يا زاريو يې ترې واخلو. او...

که کوم څوک يې همداسې وانګېري، نو له شک پرته چې انګېرنه يې ناسمه او د بې عقلۍ پر بنسټ ولاړه ده، او له عقلانيت سره هېڅ راز اړخ نه لګوي.

خو په عملي ډګر کې د سولې له پاره مو بيا د يو عملي ميکانيزم او طرحې جوړولو او وړاندې کولو برخه دومره کمزورې او خواره ده، چې له ورايه ترې جوتېږي، چې موږ همدا پورتنۍ نامعقولې انګېرنې په ناخود اګاه ډول په بشپړه توګه منلي. په دې معنیٰ چې موږ هر يو سوله غواړو، خو آدرس او لوری يې رانه ورک دی؟!

هر يو وايي؛ چې سوله د فلان او علان په واک کې ده، خو نه يې کوي؟!

فلان کس او علان لوری کولای شي، چې سوله راولي، خو دا چې له جنګه تغذيه کېږي، نو نه يې غواړي؟! او...

دا ډول انګېرنې ټولې په دې معنیٰ دي، چې موږ اصلاً پر دې باور يو، چې سوله د کوم چا په جېب او يا دوکان کې ده، چې بايد ترې و يې پېرو او يا يې په سوال ترې واخلو، چې دغه باور او انګېرنه قطعاً او طبعاً غلطه او له واقعيته خورا لرې ده.

سوله په اصل کې د دې جګړه ځپلي هېواد د هر عام او خاص وګړي او په ځانګړي ډول د لوستي او اګاه قشر ذمه واري ده، چې بايد د يو ملي او ديني مکلفيت او وجيبې په شکل يې ترسره کړي. دوی عندالله او عندالرسول د خپل هېواد او هېوادوالو پر وړاندې مسئوليت لري. دوی که پر واقعي او مخلصانه ډول هڅه وکړي، او د تبليغيانو په اصطلاح؛ د «تهوړ» پر ځای «جوړ» ته کار ووايي، نو هرو مرو مثبته نتيجه ورکوي. خو له بده مرغه! زموږ لوستی قشر هم د تعصب وبا وهلی او تر ډېره بريده پر يو او بل نوم د جګړې په يو نه، يو طرف کې ولاړ دی. د دې پر ځای چې د سولې له پاره پر يو عملي ميکانيزم او طرحه خپله علمي او قلمي انرژي مصرف کړي، برعکس د سولې شعارونه هم د جګړې په ادبياتو کې رانغاړي.

د دې پر ځای چې حاکم ته نېکه مشوره او سولييز ذهنيت ورکړي، مقابل طرف ته کنځلې او پيغورونه ورکوي. هېڅ يو يې تر اوسه دا و نه ويل او نه يې وليکل، چې ما د سولې او پخلاينې له پاره دغه طرحه جوړه کړې، راځئ چې په ګډه يې د تطبيق له پاره لاس په کار شو. او...

کله چې زموږ خپل ټولڼيز چار چلن په دې ډول وي، نو سوله به له کومه شي؟! او په کومه خوله به د خپلو بدمرغيو پړه د نورو پر غاړه ور اچوو؟!

په داسې يو حالت کې به موږ له نورو څه د سولې تمه او ګيله ولرو، چې تر هغوی وړاندې موږ په خپل منځ کې د يو بل د وژلو حريصان يو؟!

له دې تريخ واقعيته سترګې نه پټېږي، چې موږ خپله سوله نه غوښتې او نه يې غواړو. دلته که پردي نه ول، نو هم موږ په خپل منځ کې لاس او ګرېوان وو. دلته که پردي نه ول، نو هم موږ سوله نه لرله. له بده مرغه! زموږ د تاريخ حال او ماضي پر دې ګواه دي، چې موږ په خپلو کې يو بل له ګرېوانه را نېولي. زموږ مقابل کې که بل څوک نه دی پيدا شوی، نو بيا مو له خپل ورور سره ډغرو ته ملا تړلې او له هغه مو سترګې ويستلي؟! خو که احياناً پرې برلاسي شوي نه يو، نو پر خلاف خو مو يې حتماً بهرنی دښمن لمسولای او راغوښتلای؟! او...

اوس نو تاسې وا! چې په داسې يو حالت کې به نو سوله څنګه؟ چېرته؟ او له چا سره وي؟ او سوله به څنګه راشي؟!



'فضل الربي شاکر'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020