نوی بحث، نوی فصل او نوی ابتکار - دوهمه برخه | شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

نوی بحث، نوی فصل او نوی ابتکار - دوهمه برخه

انجنير عيسی

2020-06-25

د افغانستان اوسنی سیاسي وضع ایجابوي چې نوی فصل باندې نوی بحث اوشي او یوه د حل لاره پیدا شي.

ځکه اوس هر څه د هېواد سیاسي حالات په ټپه ولاړ دي:

ښاغلی اشرف غني حاضر ندی سولی وکړي.

حاضر ندی قدرت پریږدي.

حاضر ندی تفاهم وکړي.

حکومت یې هم ناکام دی.

د جعلي انتخاباتو پایلې په اړه امریکا هم جرات ونشو کړای چې په رسمیت یې وپیژني.

طالبان هم د اشرف غني حکومت سره اخلاص نلری، دواړه په واقعي توگه سوله خپل مینځ کې نه غواړي.

د طالبانو او اشرف غني تر مینځ خبرې او سوله ناممکنه ده، د یو بل په ژبه اصلاً نه پوهیږي، یو بل ته د غلام په سترگه گوري.

بې معنی بې هدفه او بې گټه جگړه روانه ده.

فعلاً د اشرف غني کلکه اراده ده یا ارگ یا مرگ.

حل لاره :

تیرې درې میاشتو کې د ارگ والا سره ډیر مجلسونه درلودل، میدان را ته خالي وو.

ارگ والا دوهم دریم کسانو دا خبره کوله: اشرف غني نه د شمال ټلوالی سره جوړیدی شي.

او نه د طالب سره سوله کولی شي.

او نه هم په تنهایی سره حکومت کولی شي.

بس ښاغلی اشرف غني یوازینی چانس د حزب او د محترم مشر سره لري، چې هم حکومت وکړي او هم سوله او هم امنیت.

بغیر لدې به همدا غوبل روان وي.

د ښاغلی اشرف غني کسانو تیرو درې میاشتو کې ډیر غوښتی یم او د جوړې غوښتنه کړې ده، چې څو ځله د مشر سره ملاقات یې هم شوی دی.

مونږ ورته ویل چې د حزب اسلامي سره ستاسو د سولې معاهدی نه تطبیق، ستاسو اعتبار کم کړی دی.

تاسو دوه میاشت مخکې مو کلکه وعده وکړه چې ستاسو دوست فلانی ته وزارت ورکوو، حال دا چې زمونږ دوستان مو د خدمت په انتظار سپین ږیری کړل، اواخر وزارتونو نورو ته ورکړل.

د ارگ نفر را ته وویل :

ټول مقرر شوی وزیران مؤقت او سرپرست دی.

د پارلمان غلبیل څخه هم نشي تیریدلی، خاطر جمع اوسی!

اشرف غني د هر وزیر او رئیس نصب فرمان تر څنگ خپل میز باندې د وزیرانو عزل فرمان هم تیار امضا کړی دی، په ټوکه کې را ته وویل که چیرې محترم مشر د اولسمشر سره جوړ راغی بیا خو اولسمشر د مشر په یوه اشاره هر یو وزیر لرې کوي.

 خلاصه اخري ځل تیره هفته ورته وویل : دا ډیر بې معنی مجلسونه وخت ضایع کوي.

خپل وړاندیز پکیج کې مخته کړی زه به یې خپلو مشرانو ته وړاندې کړم، که چیرې معقول وو خبرې به اوشي، کنه.

خپل کار کوي او خپل کار به کوو.!!.

فکر کوم دولت سخت محتاج دی د امریکا سفارت هم مشکلات لري د حزب سره تماس ورته ضرور دی.

 اوس کرونا هم په ختمیدو ده هیله ده چې د حزب اصلي د میدان لوبغاړي د هند، اسلام اباد، اروپا او امریکا راشي د دې حالاتو څخه ښه استفاده وکړي.

یو بل اړخ سیاسي احزاب او مشران یې دی.

کابل کې جهادي او غیر جهادي تنظیمونه او سیاسي مشران، نه خپل مینخ کې هماهنگي لري او نه د حکومت سره.

دوی مطمین دی نهایي هدف ته رسیدلی دی، همدې حال کې گټې خوندي دی، خارجي پاسپورټونه یی جیب کې دی، خارج کې کورونه لري.

تر څو دا حکومت وي د دوی به مزې وي.

د حکومت سقوط او عدم سقوط ورته ارزښت نلري

دا احزاب او سیاسي مشران یې قوي مشکل نلري د طالب سره هم جوړ راځي، د امریکا سره هم، د اشرف غني سره هم، د پاکستان سره هم او د حزب سره هم.

هغوی د خپل شخصي گټو نه تر لاسه کولو وخت کې لږ مزاحمت کوي خو زیات مشکل نلري.

بل طرف د طالبانو تحریک دی.

واقعیت دا دی چې دوی په تنهایی هغومره ناکام دی لکه د اشرف غني حکومت.

اما طالب په بل غرور کې دی.

یوازې پدې فکر دي چی  باید ټول دولت او سیاسي احزاب طالب ته تسلیم شی.!!

طالب ځانته حکومت غواړي په خپل فکر نه د بل فکر سره.

او تفاهم ته حاضر ندی.

طالب معتقد دی نظامي میدان یې گټلی امریکا سره جوړ شوی دی.

دا چې پاکستان، ایران، چین، قطر، روسیه او په پټه جرمني او ناروی هم د طالب تر څنگ ولاړ دی، دا بل اطمینان دی.

نو طالب ولې د کابل حکومت سره قدرت شریک کړی؟

طالب وایي د جنگ میدان مې گټلی دی د سیاست میدان کې مطرح يم.

چې مربي لرې مربا به ولې نخورئ؟

د حل لاره :

طالب ښه تاریخي چانس لري چې هم د حکومت سره کامیابه سوله اوکړي او هم احزاب سره جوړ راشي.

هغه یوازې دا ده چی لومړی طالبان د حزب محترم مشر او حزب اسلامي سره په صداقت تفاهم وکړي، بیا په گډه د حزب د لارې احزابو سره بیا حکومت سره خبرې او مشکل حل کړي.

بل طرف که چیرې طالب واقعا غواړي نو طالبان باید خلکو ته واضح ووایي چې مونږ د حزب اسلامي سره ډیر مشترک نقاط لري.

او سمدلاسه د حزب اسلامي سره رسمي توافق وکړي چې راتلونکی حکومت جوړول او سولې لپاره به گډ کار کوو، تر څو دا ځوریدلی اولس د مشکلاتو راوباسو.

زه فکر کوم که چیرې طالب دا وکړي نو حزب حتما همکاري کوي.

قطر کې د طالبانو سیاسي مشرانو تفاهم ته یو وړاندیز د حزب اسلامي اروپا میشت مخکښ، تجربه کار، سیاسي پوهوالانو ته لرم:

هغه دا دی : ...

په درنښت

ادامه لري...



'انجنير عيسی'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020