تفصیل | ډیلې شهادت 

28th January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د تړمپ خيالى خوبونه به رښتيا شي؟

عبیدی

2019-12-04

د مقدمې په توګه هر څه نه د مخه بايد وليکو چې طالبانو سره د امريکا متحده ايالاتو جاري مذاکرات ولى لغو او په ټپه ودرېد؟ دا خو يوه پلمه ده چې ګوندى طالبانو په ځانمرګى بريد دوه امريکائي سرتيري ووژل شول. اصلى سبب دا دى چې ټرمپ د يوى دوکې په ترڅ غوښتل چې طالبان او اشرف غنى په يوه ګردئ ميز سره غونډ کړي او په غير مستقيمه توګه د افغانستان لاسپوڅي حکومت د طالبانو په استازيو په رسميت وپيژني مګر د ترمپ د ناولي هيلو کاسه نسکوره شوه او طالبانو کمپ ديويد ته خپل سفر  لغو کړل. ترمپ په ډېره عصبانيت طالبانو سره دامريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى مذاکره لغو کړ او وئې ويل چې نور نه غواړي چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

طالبانو هم په ډېره سړه سينه د ترمپ په ځواب وويل چې طالبانو د مذاکراتو دوام ته خاص ليوالتيا نه لري.

داسى معلوميږي چې ښاغلى ټرمپ د خپل وينا څخه پښېمانه شوى او دا دى اوس بيا طالبانو سره د مذاکراتو د بيا پيل کېدو خبرى کوي. ټرمپ  د بګرام په هوائي ډګر کې په ناڅاپه توګه راښکته شو او وويل چې طالبانو سره د سولې مذاکرات بيا د سره پيل کيږي. ټرمپ وويل چې طالبانو حاضر شوي دي چې په مذاکراتو کې ګډون وکړي او اوربند ته هم غاړه ايښي دي. مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويتر خبرى آژانس ته د يوه مرکې په ترڅ کې وويل چې طالبانو د اوربند په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي او د مذاکراتو بيا پيل کېدل دا معنى نه لري چې په هر څه د سره بحث او غورو شي بلکه د مذاکراتو بيا پيلېدا دا معنى ورکوي چې د کومې ځاى نه چې مذاکرات د ټرمپ په حکم لغو شوى و بېرته د همغه ځاى څخه  شروع شي. په قطر کې د طالبانو مسؤلين بار بار دا خبره کړي چې اوربند به هله کيږي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

دا شان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددى خبرى پخلۍ کړې چې مقدماتى مذاکراتو په قطر کې پيل شوى او اوس هم دوام لري. مجاهد رويتر ته ويلي چې طالبانو د سولې موافقاتو ته ليوال دي او د اوربند په اړه لا تر اوسه هېڅ خبرى نه دي شوي.

ټرمپ غواړي چې د شکرانې ادا کولو په پلمه افغان ولس وغولوي او داسې و روښايي چې ګوندى د سولى موافقات په بشپړېدو دى. ټرمپ په بګرام کې وويل چې طالبانو نه غوښتل چې اوربند وکړي مګر اوس دى ته حاضر شوي چې مخکى د معاهدى د لاسليک  کېدو څخه اوربند اجرا کړي.

 ددى ضد او نقيض دريځونو او خبرى څخه دا معلوميږي چې د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس  اوس هم غواړي چې افغانان دوکه کړي او د غنى دولت ته مشروعيت ور وبخښي .

د غنى د دولت د پېژندلو په هکله طالبان ډېر غوڅ او واضح دريځ لري هغوى د لس مياشتو په ترڅ کې باربار په رسمي توګه اعلان کړي چې د کابل لاسپوڅي حکومت په رسميت نه پېژني او د سولې په مذاکراتو کې به دولت ته د ګډون حق نه ورکوي. د غنى دولت په داسى حال کې چې د مذاکراتو غونډى څخه رټل شوى بيا هم ډېر خندوونکي فرمايشونه ور کوي. غنى وايي چې په هره غونډه کې دولت بايد ګډون ولري او د غونډې رياست بايد غنى ته وروسپارل شي.

يوه متل دى چې : (( زه د په پيري شک لرم او ته راته مريدان نيسى)) د را روان بهير نه داسى معلوميږي چې مذاکراتو کې لا هم ستونزي شته د توافقاتو لاسليک کيدو ته کوم خاص هيله نشته مګر دا خبره د منلو وړ دى چې د څه مقدماتي مذاکراتو څخه وروسته اصلي او حقيقي مذاکرات بيا له سره پيل کيږي.

حاصل دا چې د ښاغلى ټرمپ خوبونه داسى ژر  نه رښتيا کيږي. د غنى د دولت په هکله د امريکا او د طالبانو ترمنځ لا ستونزي شته او دا انتظار نه شي کېداى چې طالبانو د کابل لاسپوڅي حکومت سره په يوه ميز کې سره کښيني.

سمه او مؤثر لار دا دى چې امريکا د غنى دولت ته د پاى ټکى کښېږدي، موقت حکومت جوړ شي او دا خندوونکي تش په نامه ولسمشري ټولټاکنى لغو شي. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th January, 2020