تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له سولې مخکې او وروسته د طالبانو اختلاف

سید عبدالله پاچا

2020-01-09

د طالبانو د سیاسي دفتر ډله چې قطر کې له امریکا سره خبرو باندې بوخته ده او افغان حکومت سره د خبرو چمتووالی نیسي، د کویټې شورا او نظامي طالبان ورسره جدي اختلاف لري او دا اختلافونه تر ګواښونو رسیدلي دي.

له امریکا سره د سولې خبرو کې طالبان په درې برخو ویشل شوي چې هر یو یې د جلا تګلارې او نظر خاوندان دي او هره ډله په خپلې برنامې باندې ټینګار لري.

د طالبانو سیاسي د قطر ډله

دا ډله چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي تر ډيره له نرمښت کار اخلي او د سولې خبرو کې جوړجاړی اصل ګڼي، یانې په دې باور دي چې د سولې خبرو کې د یو څه ترلاسه کولو لپاره باید یو څه ترلاسه شي.

خو له ملا غني برادر سره بیا ځینې طالب مشران همغږي نه دي، ځینې سوچه اسلامي امارت بیا راتګ باندې ټينګار لري او ځینې نور مکمل فتحې خوبونه ګوري.

ملا غني برادر سره خلیلزاد سره خبرو کې د راتلونکي حکومت جوړښت باندې خبرې کړي، ځکه که امریکایي ځواکونه افغانستان ترک کوي، نو داسې نه کوي چې یو ځل بیا هر څه طالبانو ته پریږدي.

امریکا په دې هڅه کې ده چې د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته یو داسې حکومت پریږدي چې د ټولو حقوق پکې خوندي وي او بیا هیڅکله چا پسې کوتک او ټوپک را وا نه خیستل شي او په زور کډوالۍ او نورو ستونزو سره مخ نه شي.

په دې برخه کې ملا غني برادر منځلاری ښکاري، هغه وایي، که حکومت سره خبرې کیږي اوسنی نظام دې له اصلاحاتو سره ومنل شي، اوردو، پولیس او امنیت دې په خپل ځای وي او د حکومت نوم دې ګډ شي، داسې چې هم پکې اسلامي امارت مفهوم وي او هم پکې اسلامي جمهوریت.

بله ډله چې اوسنی نظام نه غواړي

د طالبانو بله ډله چې د حقاني شبکه، کویټې شورا او د طالبانو د دفاع وزیر صدر پکې شامل دي، بیا د اوسني نظام له جوړښت سره مخالف دي او د اسلامي امارت د بیا حاکم کیدو لپاره کار کوي.

دا ډله د سیاسي ډلې د ډيرو پریکړو او بحثونو سره مخالف ده او هڅه یې دا ده چې امریکایي پوځیان دې ووځي، او طالبانو ته دې بیرته اسلامي امارت وسپاري.

دا ډله له هر ډول اوربند سره مخالف ده او د سولې پروسه کې خپلو فرمایشونو باندې تمرکز لري او هڅه یې دا ده چې امریکا وتلو ته مجبوره کړي او اسلامي امارت بیرته حاکم کړی.

بله ډله چې مکمل فتح غواړي

د طالبانو بله ډله چې د حقاني شبکې ځینې قومندانان، د داعش پلویان او نور افراطي کسان پکې شامل دي، د لشکر طیبه او جیش محمد ډلې ملاتړ له ځان سره لري، دا ډله بیخي په سوله باور نه لري.

دا ډله مکمل فتحه غواړي او د سولې هر ډول خبرو او بحثونو سره مخالف ده، دوی وایي که امریکايي ځواکونه افغانستان کې وي او یا نه وي، باید جګړه دوام پيدا کړی.

دا ډله وایي، چې اوسنی نظام باید په زور او تاوتریخوالي ړنګ شي او اسلامي امارت دې بیرته حاکم شي.

دا ډله ډیره سخت دریځه ده او ان ډيره کله د طالبانو مشرانو ته هم ګواښ کوي، که سوله یې وکړه او د دوی خبره و نه منل شوه، دوی به لار جلا کړي او جګړې ته به دوام ورکړي.

خو دوی په دې نه دي خبر چې نه افغانان د دوه زرم کال دي او نه اوسنی وضعیت دا ایجابوي چې طالبان دې بیا حاکم شي، که طالبان غواړي افغانستان کې ارامي راشي، نه ښه دا ده چې اوسني نظام کې مدغم شي او خلک ژوند کولو ته پریږدي.

ان د طالبانو پلویان هم حاضر نه دي چې بیا اسلامي امارت ومني، هغه وختونه تللي او هغه طالبان چې بیا د امارت خوبونه ګوري، دا به ګور ته یوسي، اوس افغانان منظم پوځي ځواک لري، ولسواکي لري، ځان بساینې خواته روان دي او نړۍ سره پراخه اړیکې لري.

نو ویلی شو چې طالبانو ترمنځ جدي اختلاف شته او دې اختلافونو د سولې پروسې پروړاندې خنډونه ایجاد کړي، یوه ډله اوربند کوي، بله ډله تاوتریخوالي کمیدو خبره کوي او بله ډله هیڅ په اوربند باور نه لري، نو دا ډول اختلافونه د دې لامل کیږي چې دې ډلې سره د سولې پر ځای شدیده جګړه وشي چې له مکمل له منځه لاړ شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020