تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زموږ د بې مروته او سپكو رقيبانو يو او دائمي خصلت .

(حکمتیار)

2020-01-09

زموږ د بې مروته او سپكو رقيبانو يو او دائمي خصلت دا دئ

 چي بې انتهاء دروغجن دي، تل ئې زموږ په خلاف دروغ ويلي،

 يو او وروستى مثال ئې دا دئ چي د دولت ساز ټيم اړوند يوې مجازي

 پاڼي ليكلي چي گواكي ما ويلي: افغانۍ مه ساتئ، په عوض كي

 ئې ډالر، ريال او كلداري وساتئ!! پرته له دې چي ووايي

: دا خبره ئې كله كړې او چا ته ئې كړې،!!

نه د غږ او وينا ثبوت وړاندي كوي او نه د ليكني او اعلاميې ثبوت!!

دا دروغجن تبليغات هغه سپك او د پرديو مزدوران كوي چي هم

 ئې په ټولي نړۍ كي د افغانانو او افغانستان حيثيت له منځه يووړ

 او هم ئې د افغانيو ارزښت دومره ټيټ كړ چي نن او مخصوصاً

د بهرنيو ځواكونو د احتمالي وتلو انگازو ئې اعتبار ته دومره صدمه

 رسولې چي نه څوك قرض په افغانيو وركوي، نه كور په كرايه او نه په بانگونو كي افغانۍ ساتي .

(حکمتیار)



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020