تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شینډنډ کښې د مجاهدینو او ولسي وګړو په پراخه وژنه کښې د امرالله صالح لاس !

قريب الله عابدي

2020-01-10

شینډنډ یو له هغو مهمو سیمو څخه ده چې ټلوالې پوری تړلی لنډغرو به خاصه توګه اسماعیل خان ورباندی کلونه کلونه وړاندی یرغلونه کړی او ناکام شوی دی د حامد کرزی د لاسپوڅی اداری د اقتدار پر مهال قومندان صاحب امان الله یوځل بیا هلته اسماعیل خان ته ښه کلکه ماتې ورکړه  خو قومندان صاحب د مخکنی غدار کرزی او ټلوالی په مشترکه دسیسه کښې شهید کړل شو له  دی وروسته ټلوالی او امرالله صالح وخت ناوخت د برغلګرو په مرسته هلته ټولوژنی کولی او  دا دی دا ځل امرالله صالح د خپل لنډغر امرستار غچ هم د شینډنډ  له ولس او مجاهدینو واخیست!

شهید ننګیال نیکزاد څوک و؟

شهید ننګیال نیکزاد د حزب اسلامي افغانستان د مجاهدينو قوماندان شهيد امان الله خان زوی و، دې کورنۍ د ایران د غلامانو د صلیبیانو او د دوی د مزدورانو د لاسه ډېر تکلیفونه ولیدل، ووژل شول وکړول شول، له خپلې سیمې څخه تبعید شول، دې کورنۍ او پلویانو یې د افغانستان په غرب کې د ایران نسله پلوی افغانانو د  امپراطور خوبونه له خاورو سره خاورې کړل.

کله چې امرالله صالح د امنیت ملې مشر و دوی یې د القاعدي په تور د امریکایانو په بمباریو ډېر ځله سخت وځپل خو د دوی صبر، زغم او میړانه د هندوکش د غر په څیر همسې دنګه اوچته پاتې شوه، څو ځله اسماعیل خان او پلویانو یې د دوی په خلاف ستر جنګي عملیات پر مخ یوړل خو هر ځل به له ناکامۍ سره مخ شول، اخیر ځل شهید امان الله خان د نوموړې ورور کریم خان او د دوی پلوي  مجاهدینو مجبور شول د سختي جګړي څخه وروسته یې د هرات او د بادغیس ولایتونه په مکمل ډول سره د ایران پلوي ملیشو نه آزاد کړل، حامد کرزي امان الله خان او د نوموړې کورنۍ کابل ته ووغوشتله او هلته یې نظر بند کړل، څه موده وروسته امان الله خان او د نوموړې ورور غدراً ووژل شول، کورنۍ یې مجبوره شوه بېرته شينډنډ ته ستنه شي، هلته ورته دسیسې جوړيدلی اخیر شهید ننګیال نیکزاد د طالبانو د یو تن مشهور قومندان منصور داد الله سره یو ځای شو، د منصور داد الله له شهادت څخه وروسته ور باندې مخالفو طالبانو په سلګونو حملې وکړي خو نتیجه یې شکست او هم په شا تګ و، دا دی اوس د امریکانو په یو برید کې د بې مروته افغانانو په مرسته شهید شو، نن به یقینا امر الله صالح او د ایران غلامان سخت خوشحاله وي خو ننګیال نیکزاد مړ بلکې ژوندی دی او يادونه او کارنامې به يې تلپاتې وي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020