تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زما سرکاتب غوښتنه او د ژوند څو نمونو ته کتنه

2020-01-13

بسم الله الرحمن الرحيم

زړه ته را تيرو د کلمې وروڼو،

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

زما سرکاتب غوښتنه او د ژوند څو نمونو ته کتنه

۱-زه عطا محمد په سرکاتب شهرت لرم او د الله تعالی حمد و ثنا وايم چې مسلمان او په مسلمانه کورنۍ کې پيدا کړی يم.

۲-الله تعالی  د يرغلگرو روسانو او پلويانو په مقابل کې جهاد را نصيب کړ.

۳-الله تعالی د ايتلافي قواوو په مقابل کې يې د مقاومت توفيق را کړ.

۴-د ايتلافي حکومت په مقابل کې مې د حزب اسلامي تر عنوان لاندې د کندهار ولايت د باغ پل پر موقعيت منطقوي حکومت اعلان کړ چې په نړۍ و پيژندل شو او د ملل متحد استازی ور ته راغلی.

۵-د تحريک اسلامي د مشرانو د عهد او پيمان په صورت کې مې د پاټکانو په ټولو کې کومک وکړ.

۶-د تحريکي مشرانو د عهد او پيمان خلاف د قدرت نيولو لپاره پر مجاهدينو د توپکيانو نوم کېښودل شو او د اسلحو په ټولولو سره پيل وکړ، الله تعالی يې له ملگرتيا څخه نجات راکړ.

۷-د بون د غونډې د يرغل پرېکړه د امريکا او پلويانو له ملگرتيا، داخل ته له تگ او په ناولي نظام کې له شموليت کولو څخه الله نجات را کړ.

۸-د جهاد له شروع څخه د حزب اسلامي اصلي رهبر الحاج حکمتيار صاحب ملگرتيا لرم انشاءالله تر مرگ يې ملگری يم.

۹-له الله تعالی څخه پر حقه لار ژوند او آخره خاتمه له ايمان سره غواړم.

امين ثم امين

والسلام

با تقديم احترام

سرکاتب شهيدمل

06-01-2020



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020