تفصیل | ډیلې شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پښتون ژغورني غورځنګ د بنو جلسه

واحد فقيری

2020-01-13

د خیبر پښتونخوا د بنو په سیمه کي د پښتون ژغورني غورځنګ یوه ستره مدني او سوله ایزه جلسه روانه ده، دا جلسه په داسي وخت کي کېږي چي د پاکستان مهمو اخبارونو او میډیا کاملا بایکاټ کړې ده، خو د سوشل میډیا له برکته یې اخبار د جهان په ګوټ ګوټ کي د مظلومو پښتنو او نړیوالو غوږونو ته رسېږي.

پدې ستري جلسې کي په زرهاوو ښځو او نارینه پښتنو برخه اخیستې ده، او یو ځل بیا يې د عدالت، آزادۍ، او مبارزې هنګامه توده ساتلې ده.

د پښتون ژغورني غورځنګ دوامداري مدني مبارزې جهانیانو ته دا وښوده چي پښتون قام ترورست او افراطي نه دي، بلکي د پښتون قام دوښمنان - په سیمه کی دامریکا غلامان او امریکايي اشغالګران - اصلي ترورسټان دي.

دغه راز، د پښتون ژغورني غورځنګ دا هم ثابته کړه چي پښتانه د منظمي او منسجمي مبارزې د کولو فکري او فرهنګي قوت لري.‌ او د خپل حقه حقوقو د غوښتلو لپاره د مبارزې پخه اراده لري.

تر تولو مهمه دا ده چي د پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو په زړونو کي د ډار او واهمې توره بلا مړه کړه. هغوی ته يې جرات ورکړ.

امید دی چي د پښتون ژغورني غورځنګ د مبارزې ازادي بخښونکي نسيم د افغان ولس بیده ځوانان هم راوېښ کړي. او د امریکايي استعمار او اشغال پر ضد ولسي اعتراضونو ته مخه کړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020