تفصیل | ډیلې شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هېڅکله د خوب بسترې ته بې دعا نه یم تللی

ډاکټر ابراهیم شینواري

2020-01-13

ټریسي په کې وایي چې هېڅکله د خوب بسترې ته بې دعا نه یم تللی... د KFC شرکت مشر کلونل سنډرز په خپل کتاب سخت مزل کې وایي چې ما هېڅکله د خوب بسترې ته ځان سره اندېښنه نه ده وړې. وایي یو وخت مې چې نوی کار پيل کړ، ستونزې ډېرې وې، د شپې به مې دا فکرونه کول چې څه به کېږي. اخر مې ځان سره وویل چې نیمه شپه ده، که زه وغواړم هم په دې وخت د ستونزې د حل لپاره نه چاته ورتلی شم او نه څوک لیدلای شم، نو زړه ولې خورم؟ همداسې به ویده شوم.

د ارواپوهنې زیاتره کتابونه په دې خبره ټينګار کوي چې د شپې خوب آرام ویده کېږئ، خپلې بسترې ته چې ځئ، د ورځې ټولې اندېښنې بهر پرېږدئ، د خوب په بستره کې یوازې خوب کوئ.

زیاتره خلک په اته ساعته خوب ټينګار کوي، خو ډېر پوهان دا هم وایي چې د خوب ساعتونه مهم نه دي، کیفیت یې مهم دی. یو انسان اندېښمن ویده کېږی، دا خوب یې هېڅ ګټه نه لري، خو که بې اندېښنو ویده شو، لږ خوب یې هم اړتیا پوره کولای او ذهن آرامولای شي.

هندي ګورو ګوپال داس د ستونزو په مقابل کې یو جالب غبرګون ښيي. وایي هر وخت چې له ستونزې سره مخ شوئ، نو دا پوښتنه کوئ:

- ستونزه لرې؟

- هو لرم؟

- څه دې له لاسه کېږي؟

هو کېږي!

نو بیا ولې خفه یې....؟

- ستونزه لرې؟

- هو لرم یې

- څه دې له لاسه کېږي؟

- نه نه کېږي!

- نو بیا ولې خفه یې؟

هره شپه له ویده کېدو مخکې دغه فورمول یو ځل عملي کول مو ذهن آراموي. ځکه که موږ د ستونزې د حل لاره لرو، نو بیا ولې اندېښنه کوو؟ او که د ستونزې حل زموږ په وس کې نه وي، نو بیا هم ولې خفه یو؟ ځکه یوازې خفګان خو ستونزه نه شي حل کولای.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020