تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ایران د سرلښکر له وژل کېدو وروسته کړکېچ

سید عبدالله پاچا

2020-01-14

د ایران د سپاه پاسداران قدس ډلې مشر قاسم سلیماني وړمه ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد هوایې ډګر ته څېرمه په هوایې برید کې ووژل شو دې وژنې په سیمه او نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي، سلیماني د امریکا تر ټولو سخت دښمن او په سیمه کې د ایران د پلانونو او نخچو طراح و، امریکا وایي، چې سلیماني د زرګونو امریکایانو په وژنه او په افغانستان، عراق، او ترابلس کې یې پر سفارتونو د بریدونو مسوول او په افغانستان، عراق، سوریه، لبنان او سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی و. له هغه سره په برید کې په عراق کې د حشد الشعبي ډلې قومندان ابومهدي المهندس او پنځه نور کسان هم ووژل شول، د افغانستان د کړکېچ د لا پراختیا او وژنو لپاره د سلیماني له پلان سره سم د طالب ډله راټوله او د بریدونو لپاره منسجمه شوه، د دې ترڅنګ هغه د شیعه او سنیو بېلابېلو ډلو ملاتړ کاوه، چې د افغانانو د وژنې د دوام او وینې بهېدنې لپاره ترهکري او اورپکي روزي او ملاتړ یې کوي، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې قاسم سلیماني د امریکا لوړ پوړي جنرال ډېوېد پټریوس ته لیکلي وو: (( زه قاسم سلیماني د عراق، سوریې، لبنان، غزې او افغانستان لپاره د ایران پالیسۍ کنټرولوم.)) سلیماني د ایران د سپاه پاسداران ډلې د بهرنیو مسایلو او پالیسو طراحي کوله او له ګنو ملېشو او شیعه ډلو سره یې اړیکې پاللې، سلیماني د قدس ډلې د فاطمیون په لښکر کې لسګونه زره افغانان د ایران له لارې سوریې ته استولي، چې خپل نیابتي جنګ پرې مخته بوځي، د ۲۰۰۱ میلادي کال له پېښو وروسته سلیماني د امریکا له خوا د ستر دښمن په ټوګه اعلام شو، د ایران رهبر ایت الله علي خامنه یې سلیماني خپل ځای ناستی ټاکلی و او هغه ته یې د ژوندي شهید لقب ورکړی و، ډېر افغانان د ایران دا وژنه سمه او د امریکا پرځای اقدام بولي، خو په افغانستان کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې دا وژنه غندي!؟ دا کسان او ډلې هم پر خواله رسنیو تر سختو لفظي بریدونو لاندې راغلي دي، خو افغان حکومت بیا بېل دريځ لري او پر امریکا او ایران غږ کوي، چې شخړه پراخه نه کړي، ځکه په دې کې د افغانستان، سیمې او نړۍ او خپله د امریکا او ایران زیانونه دي، دا چې د سلیماني په وژل کېدو خامنه یې امریکا ته د سخت غچ اخیستلو ګواښ کړی، نو افغان حکومت نه امریکا او نه هم ایران ته اجازه ورکوي، چې خاوره یې د یو او بل پرضد وکاروي له یوې خوا ایران د افغانستان ګاونډی او فرهنګي او ژبنی شریک دی، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې ګټې مهمې دي، له بلې خوا امریکا د ګاوندیانو او سیمې او نړۍ د دښمنانو له لاسه د افغانستان مهم ستراتیژیک، دفاعي او امنیتي ملګري هېواد دی، چې د افغانستان لپاره یې ملګري حیاتي ارزښت لري او په پوځي، اقتصادي، سیاسي، بشري، پرمختیایي او ګڼو نورو برخو کې د افغانستان ملګرتیا کوي، ناټو هم د امریکا په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ته چې د افغان ځواکونو روزنه او پیاوړتیا یې مهمې برخې دي، زور ورکوي نړیوال بانک او دسیمې او نړۍ نور مرستندوی لوري او ارګانونه هم د امریکا په حضور کې دې مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي نړیواله ټولنه خو له دې پرته دا ممکن نه دي! ممکن ایران د غچ هڅه وکړي، خو ایران دې په یاد ولري، چې له افغانستان سره یې تر نړیوالو بندیزونو لاندې، ټرانزېټي شراکت لکه د هرات له لارې د رېل پټلۍ او چابهار بندر د پام وړ او حیاتي ارزښت لري، نو ایران باید له امریکا په غچ اخیستو کې داسې هڅه و نه کړي، چې دا هر څه وځپي او خپل لاس په خپله وتړي!

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020