تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکومت بايد قيمتونه کنټرول کړي

شفيع اعظم

2020-01-14

د بازار اقتصاد باوجود حکومت دنده لري د قیمتونو کنټرول په موخه مارکیټ کې مداخله وکړي.

دا مسؤلیت د سوداګرۍ وزارت دی. وزیر له څو سوداګرو سره ګوتې پټې کړي او خاین سوداګر یوه کیلو ګاز په ۱۰۰ او ۱۱۵ خرڅوي.

سوداګرۍ وزارت کې اجمل نومی احمدي ناست دی چی تر ننه یې هویت نامعلوم دی چی آیا دی افغان دی کنه. په ځلونو یی خلاف ولسي جرګې، مشرانو جرګې، پانګوالو، روڼتیا څار سازمان او حتا د خبل وزارت زړو مامورینو داکتر غني ته شکایت وکړ چې دې سړي په لوی لاس غلا او د سیستمونو ړنګولو پسې راخیستې.

د دې ټولو شکایتونو باوجود یې داکتر غني په ننګ ولاړ دی او همدا ورته وایي چی سری فلک ری نزنت البته دا جمله هم ورته په انګلیش کې وایي ځکه احمدي پښتو او پاړسي نه پوهېږي.

نن په سوړ ژمي کې پر هغو بیوزلو افغانانو چی ورځنی عاید یی یو ډالر دی ګاز ۱۱۵ افغانۍ ته اوچتېږي نو دوی پدغه ۷۰ افغانۍ ورځني عاید ځان او بچو ته ډوډۍ واخلي که نیمه کیلو ګاز د کوټې ګرمولو لپاره؟

د رڼا ګاڼو او مستۍ ښار نه راغلی غني خدای دې ملت ته داسې په لعنت کړ.

چی کیني وایي یوه جوړه کورتۍ لرم یو کال مې بس ده.

فکر کوي افغانان ټول خره یا د خره زامن دي او ډوډۍ د خولې پر ځای پوزې ته وړي او نه پوهېږي چی دی هره ورځ تدارکاتو کمیټه کې ناست وي څومره ګټي.

د خدای او په دې شنه یخ کې د مظلومانو ژامو او هډوکو لړزېدو لپاره اواز اوچت کړئ.

خاموشئ سره په خپل ایمان او انسانیت و ویرئ.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020