تفصیل | ډیلې شهادت 

28th January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ټکي سره ونښلوئ

مير احمد ياد

2020-01-14

د سټیو جابز یوه مشهوره وینا ده، وایي چې: ټکي سره ونښلوئ Connect the dots)). پخپله یوه وینا کې وایي یو وخت مې کالج کې د یوه ټولګي اخیستو فرصت درلود، ځان مې د خطاطۍ په ټولګي کې داخل کړ، ما ویل ځه چېرته به په کار شي. بیا مو چې کلونه وروسته کمپيوټر ساز کړ، نو توري ورته ما پخپله خطاطي کړل او موږ لومړنی شرکت شو چې کمپیوټر مو خطاطي شوي توري درلودل.

د جابز دغه وینا د ژوند په ډېرو برخو کې عملي کېدای شي او ګټه هم لري. د مسایلو په حل کې مرسته کوي، ځکه زیاتره پېچلې ستونزې په همدې حل کېږي چې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ یې اړیکه پيدا شي او بالاخره ترې حل لاره سازه شي. په انسان کې چې څومره دغه حس قوي وي او د مسایلو ترمنځ ارتباط پیدا کولای شي، هومره به یې ستونزې زر حل کېږي.

له دې دا معلومات هم کېږي چې که انسان دغه وړتیا ولري، نو هېڅ پوهه او زده‌کړې پرې نه تاوانېږي. له هرې سرچینې کار اخیستی شي. نوښتونه د همدې وړتیا پر اساس کېږي، یو کس څو شیان سره راټول کړي، یوه نوې وسیله ترې سازه کړي او د ډېرو خلکو ستونزه حل کړي او په ټولنه کې بدلون راوړي.

د دغه وړتیا قوي کولو لپاره ځينې تمرینونه شته. یو تمرین یې په ځینو ورځپاڼو کې راځي، ټکي ټکي ساز شوي او خلک ترې بېلابېل شکلونه سازوي. بله د تورو تمرین دی، بېلابېل توري لیکلي وي، خلک یې سره یو ځای کوي او کلیمې ترې سازوي. د موبائیل او کمپيوټر ځینې ستراتيژيکې لوبې هم دغه وړتیا ته وده ورکوي.

تر ټولو اسانه او خوندوره لاره یې دا ده چې موږ لوستي شیانو ته په ژوند کې عملي بڼه پيدا کړو. مثلاً درس مو ولوسته، بیا خپله ټولنه کې ګورو چې دغه تیوري موږ په کوم ځای کې عملي کولای شو. دا راته پخپله د زده کړو شیانو د عملي کولو او له هغوی د ګټې اخیستو فرصتونه برابروي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th January, 2020