تفصیل | ډیلې شهادت 

28th January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دا نوم ياد او خپلو بچيو ته یې ور وښيئ

ميوند محمد جمال

2020-01-14

په انځور کې چې کوم سړی وينئ دا اصلا فلسطینی دی خو په ۱۹۷۲ کې په کويت کې زيږیدلی .

دولسم یې خلاص او د لوړو زده کړو لپاره کوريا ته لاړ او هلته له اليکټرونګ انجنيرنګ نه فارغ شو .

د درس سره یې ګراټ او کانګفو هم زده کړه او هم یې په ۵ ژبو روانې خبرې کولی شوې .

ښه ارام ژوند یې و او ښه تنخوا یې درلوده خو د هيواد مينې دېته اړ کړي چې د اسرائيلو ضد مبارزې یې شروع کړه، هغه په خپل کار کې دومره مهارت درلود چې په ډېره کم موده کې یې اسرايل وار خطا کړل .

هغه يواځې په ۳ کلونو کې يعنې د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۳ پورې ۷۰ يهود جهنم ته ټیله کړې ول او تر ۵۰۰ یې ډېر زخميان کړي ول.

عجبه دا ده چې دا یاد کس د تاريخ تر ټولو ستر بند باندې محکوم شوی، دا ۶۷ وارې په عمر قيد، او ۵۲۰۰ کاله په بند محکوم شوی.

هغه په زندان کې دا کتابونه ليکلي :

أمير الظل

الماجدة

فلسطين العاشقة و المعشوق

المقدسي وشياطين الهيكل المزعوم

المقصلة

مهندس على الطريق.

نوم یې ياد او خپلو بچيو ته ور وښيئ تر څو د هيواد د ازادئ او خپلواکۍ له مینې خبر شي .

دا مرد مجاهد عبدالله البرغوثي نوميږي چې په أمير الظل باندې مشهور دی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th January, 2020