تفصیل | ډیلې شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتيار: د روانو ناخوالو يو لوی عامل دادی چي موږ د خپلې خوښې حکومتونه نه لرو

شهادت

2020-01-14

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو، جهادي شخصيتونو، علماء کرامو او ځوانانو د دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتيار سره خپلې ستونزې شريکې کړې او د حل په برخه کې ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د کابل، کندهار، بغلان، غزني، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو استازو خبرې وکړې او يو ځل بيا ئې له ښاغلي حکمتيار خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.

دوی وویل: د هېواد اکثريت ځوانان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او نشي کولی‌ چې لوړې زده کړې وکړي، همدارنګه يو زيات شمېر ځوانان چې لوړې زده کړې لري کار ورته نه پېدا کيږي او بې سرنوشته پاتې دي.

دوی همدارنګه وویل: موږ له حزب سره متعهد يو، د سپېڅلو آرمانونو لپاره مو مبارزه كړې او دې مبارزې ته به إن شاء الله ترپايه دوام وركوو، خو غوښتنه مو داده چې د حزب اسلامي صفوف تصفیه شي او د انسجام لپاره لا زيات کار وشي.

د حزب اسلامي مشر د دوی د نظرونو او غوښتنو له اورېدلو وروسته وویل: که غواړو چي په هېواد کي روان وضعیت بدل شي نو لومړی باید دا حکومت او نظام بدلون ومومي. ددې ټولو ناخوالو يو لوی عامل دادی چي موږ د خپلې خوښې حکومتونه نه لرو بلکې حکومتونه راته نورو جوړ کړي دي او بیا ئې زموږ پر ملت تحميل کړي دي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه: زموږ نظام او حکومت د ملت له ارادې ندی راټوکېدلی، د تېرو ۴۰ کلونو راهيسې زموږ نظامونه او چارواکي په بهر کي انتخابيږي. یووخت زموږ حکومتونه په لندن او مسکو کې جوړېدل او نن په بن کې جوړېږي.

د حزب اسلامي مشر وويل: کله چي اقتدار صالح افرادو ته په لاس ورشي په ټولو برخو کي مثبت او رغنده بدلونونه راتللی شي، خو که چېرته واک د مفسدينو په لاس کي وي، په ټولنه کي به ستونزې او ناخوالې وي .

ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه: زموږ په هېواد کې هره ورځ د چاپو او عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر بېګناه خلک وژل کيږي، خو څوک ورباندې اعتراض هم نه کوي او حتی ددغه ډول پېښو په اړه چارواکي خپل غږ هم نه اوچتوي. څو ورځې وړاندې د شينډنډ په زیرکوه سیمه کي د هوايي او بې پيلوټه الوتکې په بريد کي تر ۶۰ زيات کسان ووژل شول خو حکومت ئې په اړه هېڅ ډول عکس العمل څرګند نه کړ .

ښاغلي حکمتيار زياته کړه: ترڅو چي دا نظام دا واکمن او بهرني ځواکونه وي حالت به همداسې خراب وي که محدود شمېر بهرنيان هم پاتې شي هېواد کې به ناامني او جګړه وي. سره لدې چي په عراق کې د بهرنيانو شمېر خورا کم دی خو بهرنيان کولی شي هلته خپل دښمن په ډېره آسانۍ سره په نښه کړي.

د حزب اسلامي مشر وويل: متأسفانه دا يوازې افغانان ندي چې په جګړه کي سوځي، بلکې نن د نړۍ ستر او ورانوونکي جنګونه په اسلامي هېوادونو کي دي اروپا او امريکا خوندي ده او يوازې په اسلامي هېوادونو کې د جګړې اور بل دی او اسلامي نړۍ د لویو طاقتونو د جنګ په ډګر بدله شوې ده.

د‌ حزب اسلامي مشر په پای کې وویل: هيله مو داده چي الله تعالی د افغانانو مرسته وکړي او دا حالت پای ته ورسيږي په هېواد کې امن راشي او د جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو ریاست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020