تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

سوله د ځینو د واک موده ورلنډوي

عبد الستار سعادت

2020-01-21

سوله د ځینو د واک موده ورلنډوي، اوربند یې ځکه بهانه کړی دی. که همدا نن طالبان اعلان وکړي چې سمه ده، اوربند کوو، دوی بیا ورته وایي چې نه، باید وسلې پر زمکه کېږدئ او تسلیم شئ. له دې وطن نه څو پردي شوي کسان راغلي، د دې وطن ټول برخلیک یې برمته نیولی دی. ټول پوهېږي چې دوی په سوله باور نه لري؛ ځکه چې جګړه کې دوی او د کورنۍ غړي یې نه مري، بلکې په خړو اوبو کې لا ډېر کبان نیسي. نو د دوی نه سوله غوښتل، مذاکراتو کې ګډون کول بې مانا خبره ده.

ښه دا ده چې بین الافغاني مذاکرات دې پیل شي، ټول سیاسي لوري (د جمهوریت استازي) دې طالبانو سره خبرو ته کېني. له حکومته که یوازې عبدالله ګډون وکړي، کفایت کوي. ځکه چې که واقعي ولسي رېښو ته خبره راجع شي، عبدالله د یوۀ اړخ استازیتوب کولای شي، دا پردی فکر خو هسې په دې وطن کې هېڅ ډول رېښې نه لري، له پامه دې وغورځول شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020