تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ستونزه چېرته ده ؟

ميوند محمد جمال

2020-01-21

 

ايا مولوی مجيب الرحمن انصاري رښتيا هم دومره بد او بغاوت کړی چې دومره بد ياد شي ؟

مجيب الرحمن داسې څه ويلي چې د بعضو ډوډۍ نه هضميږي ؟

ما خو چې د مولوي مجيب الرحمن خبرې اوريدلي دا اخذ مې ترې وکړ چې هغه ويلي ؟

محترم ولسمشره ! بې حجابه او بې ستري ډېره ده، غله، زنا، قتل او زياتی زيات شوی دې شيانو ته جدي پام وکړه که تاسو یې نکوئ موږ مجبور یې محکمه جوړه کړو او حدود نافذ کړو.

هغه د ډاکټر اشرف غني نه غوښتنه کوي چې دا کار وکړه او بيا ورته تنبيها وايي که دا کار نکوی موږ یې کوو مطلب یې دا دی چې تاکيدا دا کار وکړه.

نه خو مولوی مجيب کومه محکمه جوړه کړې او نه یې تر اوسه حدود جاري کړي او خپل سرانه محکمه جوړه کړي اول مخالف یې زه يم، خو هغه دا خبر يواځې د ولسمشر د فکر او پام را اړولو لپاره کړې .

ستونزه چېرته ده ؟

ستونزه دلته ده چې سيکولر او نورو ته خو د مجيب دا خبر بغاوت ښکاري خو د عليپور عملا د قانون په لاس کې اخستل او په قانون په جوختو ختل نه ښکاري، دغه منحرفو ته د عليپور ظلم قتل،غلا او د خلکو ځورول نه ښکاري ځکه که ښکاريدلی نو هغوی عليپور په عملا وحشي کړنو ، قتل او غلا ضد هومره کمپاين کړی و لکه د مولوی انصاري تنها خبرو چې څومره وځورول او کمپاين یې وکړ. خو دې غربي فکر وهڅول او هغه ټول راپورونه د ځايي اوسيدونکي چغې آه او فرياد یې اوبو ته واچوه چې عليپور کړي ول او لا یې هم کوي .

ستونزه چیرې ده ؟

دوی که رښتيا هم د هيواد ،وطن، قانون او نظام غمخواروای د قيصاري پر ضد به یې دومره زهرجنې، کرکې او نفرته نه ډکې ليکنې کړې وې ، هغه قيصاري چې ټول نظام یې وننګوه خپلې محکمې یې درلودې، د چا یې پزه او لاس پريکول او د چا یې سر. د کابل نيوز په وينا نن حکومت هماغه قيصاري ته ۶۰۰ کسه او ۵ مليونه ډالر د کور تاوان ورکوي .

دوی ولې د هلمند نه د لسګونه زرو وسلې او زرګونو نقليه وسائلو د ورکيدو په اړه غلي دي ؟

يو څوک چې د دې نظام تير مطلب وسله او مهمات غلا کوي يا خرڅوي هغې باندې چوپ دي خو د يو کس خبرو دومره ځورولي او دردولي نو انسان پوهيږي چې ستونزه چېرې ده ؟

ستونزه چېرته ده ؟ ايا د مولوی مجيب الرحمن دا خبر چې که حکومت د غلو ، شرابيانو او زانيانو مخه ونه نيسي موږ به یې غم وخورو ده او که عملا د عليپور، قيصاري او داسې نورو لسګونو قتل، غلا ، قانون ماتول، او ښکاره بغاوت ستونزه ده ؟ خو ستونزه دا ده چې دلته څو پروژې فيسبوکيان لګيا دې په دې ټولنه کې د عالم او مولا د سپکاوۍ پسې را اخيستې .

ستونزه دا ده چې دا ډالر خواره په هغه څه بحث کوي چې د خلکو سترګې او فکر له هغو واړوي چې نظام ننګوي، ښکاره بغاوت کوي، خپل سري محکمې او زندانونه لري او د نظام برخه دي .

داسې لسګونه اشخاص شته چې دا نظام یې ننګولی، قانون یې مات کړی مخامخ یې حکومت کنځلې دا او هغه یې کړي څو ټول چوپ دي ځکه هغه څڼور او بريتور دي .

ستونزه دا ده چې د مولوی مجيب الرحمن په تشو خبرو ښو غټو غټو مفتیانو لیکنې وکړې خو د عليپور او قيصاري يا د نظام او قانون په ننګونو غلي او چپ دي .

ستونزه دا ده چې همدا نوموړي او پوه فيسبوکيان له وړو خبرو ستونزې جوړوي خو اصلي مشکل پټوي او په داسې ليکنو د خلکو ذهنونه مشغولوي .

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020