تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې که د جنګ ژبه!

وحيدالله مصلح

2020-01-24

نن د سولې او جنګ څېړنو انسټېټيوټ د سولې په برخه کې نظر سنجي خپره کړه، دې نظر سنجۍ ته طلوع نيوز مستقيم پوښښ ورکړ، دا اوږد مستقيم پوښښ په خپله د دې برنامې د تړاوونو په اړه شاخص دى.

د نظر سنجۍ په پاى کې ګردى مېز و، د ګردي مېز لومړى ويناوال د دولت ساز ټيم لومړي معاون و، هغه د جنګ په ادبياتو کې سوله وټکوله...

نو پاچا!

ستا طرحه همدا ده چې نن ستا د ټاکنيزو منډو لومړي معاون وړاندې کړه؟ ايا دا همغه طرحه ده چې تا پرې پرون د داووس په نړيوال فورم کې د افغانستان سياسي مشرانو او خپلو سيالانو ته پيغورونه ورکړل او په سپکو دې ياد کړل؟

نن د داخلي جګړو د قومندان ژبه همغه د جګړې ژبه وه، سوله چرته او د لومړي معاون ژبه چرته؟

قومندانه!

ته چې طالب ته د ماضي د جنګونو پيغور ورکوې، ته چې طالب ته د آى اس آى پيغور ورکوې او ته چې طالب ته د سياسي مانوفېسټ پيغور ورکوې...

نو قومندانه تا په خپله ماضي کې کوم وطنونه جوړ کړي؟ هغه د کابل جنګونه، هغه د فرخار او بدخشان قتلونه او هغه د ټول شمال جنګونه چا کړي؟

قومندانه!

ته د افغان حکومت او امريکا امنيتي تړونونه او استخباراتي اړيکې تعريفوې او طالب ته وايې چې ته هم له آى اس آى سره خپلې اړيکې تعريف کړه! طالب بويه او جواب يې، خو قومندانه ته دې د خپل ماضي په جنګي مشين کې هغه شوروي پروټوکولونه، هغه د داخلي جګړو پر مهال د روسيې او ايران سره استخباراتي اړيکې او حتى هغه د چترال له لارې د آى اس آى مرستې هم تعريف کړه...

قومندانه!

ته د خپلې جنګي ډلې نه بلکه د خپل هغه داخلي جنګونو کابل ادارې او تر هغه وروسته د ګرځنده حکومت سياسي مانوفېسټ وښايه! ماضي دې جنګ، حال دې جنګ او مستقبل دې هم جنګ، ته به سوله کله غواړې؟

باچا!

سوله په دې ژبه او شر نه کېږي، سوله مرکچيان غواړي او سوله نرم ادبيات، په دې شر کې دا اتلس کاله سوله د افغان وطن ورکه قضيه ده، ستا د شر بلندويان دا سوله ورکه غواړي...



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020