تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هغه غوښتل د پوهنتون ټولگيواله وکړي خو

ژباړه : منصور افغان

2020-01-25

هغه له پلاره وړوکۍ پاتې شو

دی د پلار یوازينۍ نښه وه

مور يې ښه پالنه وکړه ، تر پوهنتونه يې ورساوه

په پوهنتون کې هم په ښه استعداد او ښو اخلاقو مشهور وو

له پوهنتون تر فراغت وروسته په يو لوړ منصب مقرر شو

کله يې چې د واده اراده وکړه

مور یې ورته سپارښتنه وکړه چې داسې دینداره جوړه انتخاب کړي چې دنیا او آخرت يې پرې ښاد او آباد شي

خو ده غوښتل د پوهنتون دورې له یوې ټولگیوالې سره واده وکړي

کومه چې له مالدارې کورنۍ څخه وه ،

ښایسته هم وه خو دینداره نه ،

مور يې ورته نصیحت وکړ

خو ده ورته ويل چې مورې زه به يې د ژوند لوری وربدل کړم او اخلاق او دینداري به وروښيم .

د انجلۍ کورنۍ ته د رشتې غوښتلو لپاره ورغلل

په لمړي سر کې انجلۍ مخالفت وښود

خو د کورنۍ پدې خبره چې

هلک مالداره دی او له مور پرته بل څوک نلري او شاید په لنډ وخت کې يې مور هم ومري انجلۍ راضي شوه

څه موده وروسته انجلۍ واده شوه ،

تر واده وروسته مراسمو او پلارگنۍ له کوره تر راستنیدو څو ورځې وروسته يو ماښام د هلک مور خواړه تیار کړي وو

ناوې او زوی يې دسترخوان ته راوغوښتل،

ناوې چې راغله څو لحظې غلې وه

خو یو دم له خوراک پرته له دسترخوانه پاڅیده او د خپلې کوټې په لور لاړه ،

دهلک مور پریشانه شوه ، نه چې اینگور یې ناروغه ده که څه؟

زوی ته وویل : زویه ورشه ،

حال يې وپوښته که ناروغه وي چې ډاکتر ورته راوغواړم

او که خواړه يې په طبعیت برابر نه وي چې بل څه ورته تیار کړم

ټوله شپه په لوږه تيرول سخت دي.

زوی يې کوټې ته ورپسې ورغئ ،

ګوري ناوې غوسه ده او خاوند ته وايي :

د مور خیرنو لاسونو دې زما اشتهاء راخرابه کړه هغه دې نور له ما او تا سره په یو دسترخوان نه کيني

خاوند په نرمه ورغبرگه کړه :

گوره مور مې له ما پرته بل څوک نلري ،

هغه زړه ده او زما پاملرنې ته اړتيا لري

ناوې ورته ويل : بیا نو د (دارالمسنین) یعنې د زړو خلکو ځای ته يې بوځه

او که دا نشې کولی نو ماته پدې کور کې گذاره گرانه ده ،

زه به مې د پلار کورته لاړه شم

خاوند يې ورته وویل :

رښتیا پلار دې مخکې زنگ راوهلی وو او سبا ته يې ټول میلمانه یو

انجلۍ ورته وویل:

هغه ته خو ما زنگ وهلی وو چې خبره رافیصله کړي ځکه يې سبا ته ټول غوښتي يو، وبه وینو چې سبا څه کيږي؟

په سبا ټول دانجلۍ د پلار کره لاړل،

د انجلۍ پلار هلک بلې کوټې کې ځانته کیناوه او ورته یې وویل :

لور مې ستاسې کور کې ناخوښه ده،

هغه ستا له مور سره یو ځای اوسیدل نه غواړي او دا د هغې حق دی چې یوازې واوسي

هلک ورته مسکۍ شو پدې وخت کې دواړه بلې کوټې ته د خوراک لپاره وغوښتل شول

هلته په رسیدو هلک خپله مور په دسترخوان ونه لیدله ،

تر پوښتنې وروسته ورته وویل شول چې هغه يې په آشپزخانه کې له خدمتگارې سره ډوډی ته کینولې.

هلک د انجلۍ ټولې کورنۍ په غوسې مخاطبه کړه او ورته يې وویل:

زه تاسې سره خوراک نکوم ځکه ستاسې زړونه هم ستاسې د لاسونو په څیر خیرن دي ، افسوس دې ستاسې پدې خیرنو افکارو وي

آیا زه هغه مور په همداسې حال پریږدم

کومې چې زما د پالنې لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه

پدې وخت کې یې مور ته ورغږ کړ ،

هغه له اشپزخانې راووتله خو په جریان هیڅ خبره نه وه

زوی یې پداسې حال کې خواته ورغئ چې له سترگو کې اوښکې روانې وې ،

دهغې لاس او سر يې ښکل کړ

او ورته ويل يې مورې راځه ما په خپلې خوښي جنت ته بوځه

بیا یې د انجلۍ کورنې داسې مخاطبه کړه :

دا دنیا (ښځه) دې ستاسې وي،

او ما مې جنت (مور) غوره کړه

ښځه مې یوه میاشت همداسې بې طلاقه تاسې ته پریږدم،

که چيرې دې غوښتل چې زه او دا دواړه لکه د خادمانو په څير له مور سره مې واوسو نو بیا احوال راکړئ

او که همداسې پخپل ضد پاتې شوئ

نو میاشت وروسته به د طلاق پاڼه درته را واستوم

او مور او زوی همداسې ترې ووتل

تر میاشت تیریدو وروسته هلک منفي ځواب ترلاسه کړ او ده هم دانجلۍ کورنۍ ته د طلاق پاڼه واستوله.

ځوانانو او پیغلو ته پکار ده چې د عواطفو او احساساتو پر ځای

له هوش کار واخلي

او د ژوند د شريک په انتخاب کې د کورنۍ په مشوره داسې څوک انتخاب کړي چې ددنیا او آخرت د هوساینې سبب یې شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020