تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ټوله نړۍ دافغانستان د مجاهد ملت په همت اوشجاعت وياړ کوي

اصف صافی

2020-01-25

هر تن خپله کړنه په خپله آيينه کي ګوري جهاد د کمونستانو او روسانو خلاف روڼ حقيقت دي چي ټوله نړۍ د افغانستان د مجاهد ملت په همت اوشجاعت وياړ کوي .

خو د خلق او پرچم بقايا د تل په څير د خپلو کرغيړنو کړونو د توجهه لپاره برحق جهاد د امريکا, روس او پاکستان پروژه گڼي خو دا يي له ياده وتلي چي د جنيوا په مذاکراتو کي د همدوي بادار روس د پاکستان د حکومت سره په کومه رابطه خبري کولي.

دا یي له ياده ووتل چي سعودي ته یي د مجاهدينو سره د سولې د خبرو لپاره د روسانو او کابل حکومت مشرانو منډي وهلي

په ليبيا او عراق کي د کابل د حکومت وزيرانو د مجاهدينو لاسونه ښکلول

دګروموف, ماريوف, پوشکين او لسګونو نورو روسي نظامي ليکوالوالانو د جهاد په حقانيت ليکني يي نه دي لوستلي

د نجيب څرګندوني یي له ياده ووتلي چي په اول کي یي مجاهدينوته اشرار ويل

خو چي د جهاد زور  حقانيت او قدرت یي وليد نوبيا یي ورته ناراض هيوادوال ,مجاهد هيوادوال ,مرور هيوادوال او ناراضي ورونه ويل.

هو !

جهاد هغه چاته ارزښت نه درلود او د مجاهد څخه خفه ووچي د اووف لغت یي د نوم وروستاړي نه شو.

هغه چا ته بي ارزښته دي چي په ډيالکټيک ماټرياليزم عقيده لري

هغه چاته یي ارزښت نه درلود چي د دين او هيواد څخه د دفاع توان یي نه درلود د هورا ويل ورته افتخار او د الله اکبر ملکوتي نعره ور ته عار ښکاريدله

دا خو د جهاد برکت دي چي تر دمګړۍ خويندي, ميندي مو په عزت کي پاتي او د مرکزي اسيا د هيوادونو د ښځينو په څير د بي عزتۍ, بي شرمۍ او د ستيج د نڅاو څخه وساتل شوي

جهاد د الله(ج) حکم وو او مسلمانو افغانانو په پوره سرلوړۍ سره دا ستره وجيبه ترسره کړه ,

دا چي څوک ور څخه انکار کوي او څوک یي مني دا بيا هماغه پروني د الله (ج) د ذات له موجوديت څخه منکر او نن ورځ د کعبي مجاورين دي

ګوري بهانه لټوونکو!

د ناټو د ماتي لپاره هم سر له اوسه يوه بهانه او توجهه ولټوئ,

نن وي او که سبا ستاسو دا مغرور بادار هم په ګونډو کيدونکي دي ,

هغه بادار مو چي پيغلي لوڼي او خويندي يي درته دمګړۍ د کابل په کوڅو کي د پرديو لونډانو سره د دريځ په سر ونڅولي,

ستاسو هيله خو همدا نڅا, فحشا او لوڅه خندا وه او ده

خو الله (ج) دي دا هيواد هيڅکله هم د مجاهد له سيوري نه څخه نه بي نصيبه کوي

شرميدلي ماته به ستاسو او ستاسو د بادارانو په برخه شي

خو داسي نه چي ددي مغروري امريکا ماتي ته د چين پوري تړاو ورکړئ

او پروژه یی وبولئ

کبوتر با کبوتر باز با باز

کند همجنس با همجنس پرواز



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020