تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خروج نيروهای شوروی در 26 ماه دلو تكميل گرديد - حکمتيار

2020-01-25

خطبه جمعه 4 دلو 98

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَ‍َٔامَنَّا ۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّ‍َٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأٓبۡرَارِ ١٩٣ رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ ۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ ١٩٤

د دې مباركو آيتونو له ژباړي او شرحي وړاندي اجازه راكړئ د 4 دلو په اړه ځيني عرائض ولرم:

امروز 4 دلو است، 31 سال قبل؛ در 26 دلو 1367 نيروهاى اتحاد شوروى؛ پس از شكست مفتضحانه؛ بدست مجاهدين مؤمن كشور ما؛ مجبور گرديد كشور ما ترك كند، همين شكست منتج به زوال اتحاد شوروى؛ بزرگترين امپراطورى زمان خود گرديد؛ امپراطورى بدمست و مغرورى كه نه هيچ همتا داشت و نه رقيب قادر به درگيرى با آن

خروج نيروها در 26 ماه دلو تكميل گرديد و آخرين سرباز شان از پل حيرتان به سوى ترمذ گذشت.

خروج قطعات شوروى تدريجى بود، به سرعت و از چند مسير خارج شدند، يكى از مسيرها؛ راه سالنگ بود؛ در اين مسير؛ در چند بخش راه كابل حيرتان و كابل شيرخان بندر؛ نيروهاى شوروى همواره مورد حملات پيهم قرار مى گرفت؛ خنجان در شمال سالنگ يكى از اين بخشها بود، قهرمان نامور جهاد افغانستان؛ مرحوم صوفى پاينده محمد؛ در كوههاى بلند و دره هاى تنگ خنجان؛ سنگرهاى مستحكم و تسخير ناپذير ساخته بود؛ هيچ قطار شوروى؛ بدون حملات كوبنده مجاهدين مؤمن خنجان؛ نمى توانست به سلامت و آرامى از اين منطقه عبور كند.

در اين مسير؛ در برخى از مناطق؛ گروه هايى مستقر شده بودند كه با نيروهاى شوروى معاهده آتش بس و همكارى و حتى تعهد عمليات دوجانبه؛ عليه دشمن مشترك داشتند. آنها امنيت قطارهاى شوروى را در اين مناطق تأمين مى كردند، و در مقابل نيروهاى شوروى نه تنها با آنها كمكهاى، مالى، نظامى و لوژيستكى مى كرد؛ بلكه در جنگ عليه رقباى شان آنان را از هوا و زمين كمك مى كرد، و عمليات مشترك عليه مجاهدينى داشتند كه در برابر نيروهاى شوروى مى جنگيدند!!  

سالنگ جنوبى يكى از اين مناطق بود، گروه مستقر در سالنگ جنوبى؛ متعهد بود تا امنيت قطارهاى شوروى را در اين منطقه تأمين كند.

نيروهاى شوروى در اثناى خروج تصميم گرفتند كه تمامى قراء دو طرف سرك كابل- شمال را به شدت مورد حمله قرار دهد و احتمال هر نوع حمله را از ميان بردارند، سالنگ جنوبى به دليل آتش بس و معاهده اى كه گروه مستقر در اين منطقه با نيروهاى شوروى داشت؛ در تمامى مدت آتش بس و معاهده كه بيش از هفت سال را احتوا كرد؛ از حملات نيروهاى شوروى در امان بود؛ بقيه مناطق تمامى اين مسير طولانى در همان نخستين روزهاى تهاجم نيروهاى شورى تخليه شده و در دو طرف سرك؛ نه خانه سالم ماند و نه باغ و درخت و تاك انگور.

قراء سالنگ جنوبى در 4 دلو 1367؛ 22روز قبل از آن كه آخرين سرباز شوروى از افغانستان خارج شود؛ مورد هجوم خيلى وحشيانه و خلاف انتظار همه؛ قرار گرفت؛ در اين هجوم د حدود 1200 نفر كشته شدند، اين عمليات؛ با اين همه وحشت و بربريت؛ با اين همه تلفات جانى به مردمى كه نه با نيروهاى شوروى جنگيده اند؛ نه بر قطارهاى شان در ساحه حمله كرده اند؛ باعث تعجب همه و مخصوصاً خلاف انتظار گروهى بود كه با نيروهاى شورى معاهده دوستى و همكارى داشت!!

اما آن چه بايد از اين حادثه آموخت اين است كه سازش ننگين با دشمن عواقب بد دارد؛ اعتماد بر دشمن سفاهت است، كسى كه ظالمى را عليه مظلوم كمك كند؛ بدست همين ظالم با عاقبت سياه و بد مواجه مى شود!!   

به تاريخ 26 دلو 1367 مطابق 15 فبرورى 1989، قشون سرخ شوروى؛ پس از نه سال جنايت، قتل و ويرانگرى؛ به قصد اشغال كامل افغانستان؛ در مصاف با مجاهدين مؤمن افغان شكست خورد و با دادن تلفات بى شمار جانى و مالى، بالآخره از كشور ما خارج گرديد. اخراج مفتضحانه روسها و زوال امپراطورى كمونيزم بزرگترين حادثه تاريخ است؛ كه نظير آن را نمى توان در تاريخ سقوط امپراطورى هاى بزرگ و مغرور يافت.

د آيت ترجمه او شرح:

اې زموږ ربه! يو بلونكى مو واورېدو چي د ايمان په لوري ئې دا بلنه وركوله چي په خپل رب ايمان راوړئ، نو ايمان مو راوړ، اې زموږ ربه! نو زموږ گناهونه راته وبخښه او زموږ بدي او سيئات رانه ورېژوه او له نېكانو سره مو وفات كړە. [194]-اى زموږ ربه! هغه څه راپه برخه كړە چي وعده دې د پيغمبرانو په واسطه راسره كړې ده او د قيامت په ورځ مو مه رسوا كوه، بې شكه چي ته له وعدې څخه نه په شا كېږې.

•             عقلمن د هغه منادي نداء اوري چي دوى په الله باندي ايمان راوړو ته بلي، دا منادي څوك دئ؟ دوى د كوم منادي غږ ته لبيك ويلى او په الله ئې ايمان راوړى؟ پيغمبر، كوم داعي، خپل عقل او ضمير، كه كوم بل منادي؟! دا هر يو كېدى شي د دوى منادي وي خو د آيت له سياق او سباق معلومېږي چي دا همغه منادي دئ چي د مضمون په سر كي ورته اشاره شوې: د آسمانونو او زمكي په پيدايښت او د شپې ورځي په تگ راتگ كي پرتې نښي، دغه منادي دوى په خپل رب باندي ايمان ته وربللي، د دغه منادي دعوت ته ئې لبيك ويلى او په خپل رب ئې ايمان راوړى.

•             له ايمان وروسته دوى له خپل رب پنځه اساسي غوښتني لري: زموږ گناهونه راوبخښه، زموږ بد عادات او اخلاق رااصلاح كړە، دا توفيق راپه برخه كړە چي مرگ مو د ابرارو او نېكانو مرگ وي، تا چي د پيغمبرانو په لاس كومي وعدې له موږ سره كړې دي هغه ترسره كړە او د قيامت د ورځي له رسوايي او سپكاوي مو وساته. بايد دې ته متوجه وئ چي د "تغفير ذنوب" او "تكفير سيئات" مطلب بېل بېل دئ، يو ئې د گناهونو بخښنه او بل ئې د بدو اخلاقو او عاداتو اصلاح افاده كوي.

وروستى آيت موږ ته ښيي چي د دغو دعاگانو د اجابت لپاره الله تعالى كوم كوم شرائط ايښي او دا دعاگاني په كوم صورت كي منل كېږي:

فَٱسۡتَجَابَ لَهُمۡ رَبُّهُمۡ أَنِّي لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عَٰمِلٖ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ ۖ بَعۡضُكُم مِّنۢ بَعۡضٖ ۖ فَٱلَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخۡرِجُواْ مِن دِيَٰرِهِمۡ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَٰتَلُواْ وَقُتِلُواْ لَأُكَفِّرَنَّ عَنۡهُمۡ سَيِّ‍َٔاتِهِمۡ وَلَأُدۡخِلَنَّهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأٓنۡهَٰرُ ثَوَابٗا مِّنۡ عِندِ ٱللّٰهِ ۚ وَٱللّٰهُ عِندَهُۥ حُسۡنُ ٱلثَّوَابِ ١٩٥

نو الله په ځواب كي ورته وفرمايل چي زه د هيڅ عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، كه نارينه وي او كه ښځينه، تاسو ټول يو له بل څخه يئ، نو هغه چي هجرت ئې وكړ، له خپل كور كلي وايستل شول، زما په لار كي وځورول شول، وجنگېدل او ووژل شول، نو هرو مرو به ئې سيئات محوه كړم او حتماً به ئې په هغو جنتونو كي داخل كړم چي ويالې ترې لاندي بهېږي، د الله له لوري يوه بدله او له الله سره خو ښايسته بدله شته.

(195)- گورئ چي الله تعالى د دوى د دعاء ترسره كېدل او قبلېدل په څه پوري مشروط كړي؟ د كومو كومو كارونو په كولو سره د ابرارو مقام ترلاسه كولى شي او جنت ته رسېدلى شي؟ دوى پنځه غوښتني درلودې او الله تعالى پنځه شرطونه د دوى مخي ته ايښي، چي دا دي:

•             هجرت.

•             د ظالمانو او كافرانو په لاس له خپل كور كلي شړل كېدا.

•             د الله په لار كي له كړاوونو او ځورونو سره مخامخ كېدا.

•             د الله په لار كي جنگېدل.

•             شهادت.

څوك چي دې كارونو ته تيار شي، نو الله ورسره دوه وعدې كوي:

•             سيئات ئې محوه كوي.

•             جنت ته ئې داخلوي.

كه دا پنځه شرائط د هغو پنځو غوښتنو په څنگ كي كښېږدو او وگورو چي كوم ئې د كومي دعاء د قبلېدو او د كومي غوښتني د ترسره كېدو شرط گڼل شوى، نو نتيجه به ئې دا وي:

•             هجرت د گناهونو د مغفرت وسيله ده، پيغمبر عليه السلام همداسي فرمايي چي هجرت له هجرت نه مخكي ټول گناهونه محوه كوي.

عن عمرو بن عاص قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم أَمَا عَلِمْتَ يَا عَمْرُو أَنَّ الْإِسْلَامَ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهُ، وَأَنَّ الْهِجْرَةَ تَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهَا، وَأَنَّ الْحَجَّ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهُ: اې عمرو! مگر نه پوهېږې چي اسلام ټول هغه (گناهونه) محوه كوي چي ترې مخكي وو او هجرت ټول هغه چي ترې مخكي وو او حج ټول هغه چي ترې مخكي وو.

•             له خپل كور كلي اخراج د اصلاح او تربيت ذريعه ده. هجرت په ملتونو كي د مثبت تغيير مهمه مدرسه و ذريعه ده.

•             د الله په لار كي له كړاوونو سره مخامخ كېدل د تمحيص او د ابرارو مقام ته د رسېدو سبب دئ.

•             د الله په لار كي جنگېدل، د هغو الهي وعدو د ترسره كېدو ضامن دئ چي الله د خپلو پيغمبرانو له لاري له مؤمنانو سره كړې.

•             او شهادت د قيامت د ورځي له رسوايي د نجات ذريعه ده.  

د دې آيت په رڼا كي دي هغه اشخاص او ډلي خپله عقيده، ايمان، تگلاره او اخروي پايله وڅېړئ چي په منهج كي ئې نه هجرت شته، نه جهاد او نه شهادت، له باطل سره روغه جوړە كوي، د كفر سلطه مني، پرې راضي وي، نه په لاس د هغه مقابله كوي؛ نه په ژبه مخالفت، په وينا او تگلاره كي ئې د هجرت، جهاد او شهادت صيغې نشته، دى د دښمن واكمني مني او دښمن د ده وجود زغمي، نه دى له كفري ځواكونو سره جنگېږي او نه هغوى د ده په خلاف د جنگ ضرورت احساسوي. دوى مه ابرار گڼه او مه د جنت حقدار، دوى په هغو كسانو كي شامل نه دي چي الله ورسره دوه وعدې لري: د ابرارو مقام ته به ئې رسوي او جنت به ئې په برخه كوي.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

دوهمه خطبه

الْحَمْدُ لِلَّهِ نحمده و نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نؤمن به و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مِنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا * وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا * وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا * وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا 

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ بارك الله لنا و لكم فى القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هوالغفور الرحيم



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020