تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هره اړیکه او خپلوۍ کې یو رمز وي

مير احمد ياد

2020-01-25

پلار مې تل وایي چې په هره اړیکه او خپلوۍ کې یو رمز وي، دا رمز چې ختم شي بیا نه اړیکه خوند کوي او نه خپلوي، نو هڅه کوه چې دغه رمز درنه رسوا نه شي.

ما له دې خبرې دا معنا واخیسته چې د انسانانو ترمنځ ځینې ارزښتونه له مخکې ټاکل شوي وي او دا ارزښتونه سرې کرښې ګڼل کېږي، دا هغه حدونه وي چې په یوه رشته کې راګېر انسانان په کې ځان ایسار احساسوي او وايي چې له دې به پښه نه اړوي، کله چې له همدې سرو کرښو یا حدونو پښه واوړي، نو بیا اړیکه د پخوا په شان نه پاتې کېږي.

له دې کرښې پښه هله اوړي چې کله انسان په مقابل لوري خپل وروستی (نهايي) زور وکاروي او خپل ګوزار وکړي. مثلاً ځینې خبرې وي چې باید ونه شي، ځینې کارونه وي چې باید ونه شي، ځینې کلیمات وي چې باید ونه کارېږي... دا هغه ټول شیان هغه وروستۍ کرښې وي چې انسان ترې یو ځل پښه واړوي بېرته ترې نه شي را ګرځېدی.

نو په هره رشته کې دغه سرو کرښو، پولو، حدونو اوښتل په اصل کې د خپلوۍ او رشتې رمز له منځه وړل دي. که اوږده، خوږه او درنه رشته او خپلوي غواړو، نو دغه رمز به نه ختموو او هېڅکله به خپل وروستی (نهايي) زور نه کاروو.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020