تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

صدام حسين په اندلس کې

مؤحد

2020-01-25

په (۱۹۷۴) زیږدیز کال کې د هسپانیې له هېواد څخه د صدام حسین د لیدنې په ترڅ کې چې کله هغه او د هسپانیې ولسمشر (فرانکو) یو ځای ډوډۍ وخوړه نو ښاغلي (فرانکو) له صدام حسین څخه د دې هېواد د مادرید ښار ته د چکر وهلو غوښتنه وکړه. اما صدام حسین ترېنه بښنه وغوښته او ویې ویل : زه غواړم د قرطبې له هغه لوی جومات څخه لیدنه وکړم چې له شپږ سوه کلونو څخه راپدیخوا تر دې دمه پکې کوم چا لمونځ ندی اداء کړی.

نو کله چې اروا ښاد صدام حسین دې پخواني جومات ته ورسېد نو د ماسپیښین د لمانځه وخت هم وو . صدام حسین ورسره مل عراقي لوړ پوړي پلاوي ته را مخ کړو او ورته یې وویل : په تاسو کې څوک داسې ښه غښتلي غږ لري تر څو هغه لوړ آذانځای ته هسک شي او داسې ښه په لوړ آواز سره آذان وکړي. په پلاوي کې یو ګډونوال وویل. ریئس صیب!! زه به اذان وکړم. صدام حسین هغه کس ته وویل!! هغه لوړ آذانځای ته هسک شه او ښه په لوړ غږ آذان وکړه. کله چې هسپانویانو د آذان ملکوتي بلال دودې نعره واورېده نو په زړونو او جسمونو یې خاموشي حاکمه شوه او ټول هک پک شول. بیا صدام حسین په همدې پخواني جومات کې له خپل پلاوي سره یو ځای د ماسپښین لمونځ اداء کړ .

د لمانځه تر اداء کولو وروسته د کوربه هېواد هسپانیا ولسمشر فرانک اروا ښاد صدام حسین ته په ډېره حیرانتیا سره وویل : ښاغلی ولسمشر صدام حسین!! د اندلوسي عربي دولت تر را پرځېدلو وروسته چې شپږ پېړۍ پرې تېرې شوېدي دا لومړی ځل دی چې له دغه لوړ آذانځای څخه په خورا جګ غږ آذان ترسره کېږي. صدام حسین وخندل بیا یې د کوربه هېواد د ولسمشر پر مټ لاس کېښود او په غرورمله انداز سره یې وویل!! موږ هېڅکله هم دا ځایونه نشو هېرولای . زموږ لومړۍ یونلاره بیت المقدس او دویمه یونلاره مو قرطبه ده. تاسو بېغمه اوسئ.

د اروا ښاد صدام حسین د دې خبرې په ځواب کې د هسپانیې ولسمشر فرانک هېڅ هم ونه ویل او همداسې چوپ پاتې شو.

خو اوس ......

د مشرق د غیرت چیغه په مرګوني لاس خپه ده .

ستر مختار مرګي اخیستی صدامي جذبه مړه ده.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020