تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

نن ورځ څلورم دلو ۱۳۹۸

حاجي عبد المالک

2020-01-25

ليکوال: انجنير حکمت سالنگی

ژباړه: حاجي عبد المالک

د پروان ولايت د سالنګ په ښکلي او تاريخي دره کي د روسي يرغلګرو ځواکونو او دهغوي د مزدورانو په لاسونو د څه د پاسه 1200دولس سوه تنو مظلومو او بي دفاع مسلمانانو د شهادت له یودېرشمې غملړلي کلیزی

۴ دلو ۲۳۶۷

24جنوري 1989 سره برابره ده یعني هغه وخت کله چې ددی ټاټوبی د غیرتمندو او زړورو مسلمانانو د بیشماره سرښندنو، هڅو او مقدس جهاد په ترڅ کې چه کله سرې لښکري د ماتي په حال کی په تېښته وتلو ته اړشوي وي یو ځل بيا ئي د سالنګ لويه تاریخي کفر خوړونکي دره د مسلمانانو په وينو رنګ او د ماتم او نورین په غولي واړوله.

هو!

دقیقأ پوره یو دیرش کاله پخوا کله چې د ازادۍ د ريښتونی سهار د رڼا وړانگو د استعمار د یخی او واورينی شپي دروغجنو تيارو لمن ور ټولوله،

ديندارو سپین ګیرو، سپین سرو، او ځوانانو د اودسونو او لمونځونو لپاره تياري نيولو، تهجد ګذارانو د نوافلو او قرآن کريم په تلاوت د الله تعالی حضور ته خپل درخواستونه لیږل. پیخور ماشومان د خپلو میندو د پاکو پیو په رودلو بیغمه مشغول او نور ئي د ناز په خوب ويده پراته وو

خو لدینه ناخبره چه یوه شیبه وروسته.....................

هو!

څو شيبي وروسته دروسي يرغلګرو ځواکونو او ورسره دهغوي د سوګندي ملګرو او مزدورانو دشوبلو، زغرورو ټانکونو،توپونو ،چولکو او جنګي الوتکو څخه دباروتو داور لمبي ددې ښایسته کلو او کورونو په بيګناه بیدفاع او د اسلام او ایمان په ګناه تورنو خلکو په لور راسمي شوي وطن تورو لوخوړو پټ کړ او کورونه او کلي د وړو زړو انسانانو او ژویو د وينو په ډنډو او لښتیو بدل شول

کورونه کنډوالې او دخاوري په لوی ډیران واوښتل پدی غمجن سپيده چاود سهار کي څه دپاسه دولس سوه1200 نارينه او ښځينه زاړه او ځوان بيګناه خلک دالله تعالی حضور ته په سپين او پاک نيت مګر په سرو وينو لړلې دشهادت په درجه بريالی دخپلو کالیو په کفن کې ملبس ورغلل د وحشي سرو روسیې یرغلګرو د تړاکونو له امله حتی مرغان او کورني حيوانات هم دنیستی کندي ته لاړل

پداسی حال کی چې چیغو او نارو يي دسالنګ دکږګلیچیو حوصله ماته کړي وه دالله تعالی ترعرشه هسکي شوی دا او ديته ورته په سلګونو او زرګونو مثالونه شته چې دخلق ، پرچم او وطن ګوند دپیروانو (ماټریالستانو،مارکسستانو لیننستانو او کمونستانو ) او دهغو دروسي يرغلګرو بادارانو دظلم او وحشت څيري په ډاګه کوي، څنګه ممکنه ده چه دالله تعالی ددي بیرحمه غليمانو د کړنو او تیريو څخه سترګې پټې شي.

پداسی حال کی چی دپروني جرم او جنايت نه يي لا لاسونه نه وو پریمينځلی چه بيا دناټو او امريکا په مشرۍ د جهاني استکبار دتړاکونو او دافغانستان په پاکه خاوره دهغوي د مزدورانو په توکه دنوي يرغلګر ملګري شول الله تعالی رښتیا ویلي دي چې

ان الله لا یهدي القوم الظالمین

د اسلام دلاری دشهیدانو درجي دي لوړي وي

لاري د رڼا او ارمانونه يي دی الله تعالی پوره کړي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020