تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

امريکا د حزب اسلامي پر ضد تبليغاتو لپاره احمدشاه مسعود او امرالله صالح ته 250 زره ډالر د مياشتې ورکول

خادم

2020-01-27

تاريخي يادښتونه:

ددې لپاره چي د حزب اسلامي او حکمتيار په ضد نظامي پروپاګندي جنګ تود وساتو موږ هره مياشت احمدشاه مسعود ته 2 لکه ډالر او امرالله صالح ته 50 زره ډالر د مياشتي ورکولې.

دcia  پخوانى مامور افغانستان لپاره ايجنټ ليسارډ.

 

cia لپاره امرالله صالح تر هر څه تېر جاسوس وه. ان تر دې چې د خپل امير مسعود په ضد به هم هغه خپله ګذارش راکاوه، دامر الله صالح دغه له حده زيات چاپلوسانه اخلاص د cia شکونه په امرالله زيات کړل چې وروسته بيا امرالله صالح له mi6 سره دنده اشغال کړه

ښاغلى ستيف کولن دوهم چاپ

*کله چې احمدشاه مسعود وتوانيده د حزب له څنګه مؤلؤي نصرالله منصور او مؤلؤي جلال الدین حقاني را بېل او د شوراى نظار اتحاديې غړي کړي ددي کار لپاره cia دوه نيم لکه او KGB يو لک ډالر دجايزي په توګه مسعود او 50 زره ډالر رباني ته ورکړل.

د cia سابقه ريس کتاب د بنيادګرو په ضد استخباراتي جګړه

*موږ او امریکا دخپل لاس لېک شؤي تړون له مخي احمدشاه مسعود د حزب اسلامي پر وړاندي هر اړخېز اکمال کاوه، موږ پرچميانو ته دنده ورکړه چې دښاغلي نجيب الله څنګ پرېږدي او د شوراى نظار ننګه وکړي.

احمدشاه مسعود له ځينو پروتوکولي حملو پرته پر روسي کاروانونو حملي نه کولي دخلق او حزب اسلامي پر ضد جنګېدو چې ددي کار لپاره به ځانګړي مرسته زموږ لخوا ورسره کېده

رينات تيمروچ روسي استخباراتي مسؤل

په قانوني او اصولي توګه د افغان جهاد رهبر يوازي حکمتيار وه، دهغه تر څنګ نور رهبران ټاکل د غرب په خؤښه د هغه د تضعيف او احتمالي هغي بريا دخطر له وجي وټاکل شؤل چې د روسانو له شکست سره سم به افغانستان د بنيادګرو (د عثماني خلافت دسياست لرونکو) لاس ته ولؤيږي،

 *مؤلؤي محمد نبي محمدي د ښاغلي ظاهرشاه او څلورو اورپايي هېوادونو لخوا،

*ښاغلى عبدالرب رسول سياف  د سعودي عربستان وهابي مشرانو لخوا او استراليا او امریکا په خؤښه ،

*ښاغلى رباني مسعود دامريکا، لبنان، مصر، عراق ايران په خؤښه،

*سيد احمد او صبغت الله مجددي د انګلستان او المان په خؤښه،

*مؤلؤي خالص موږ له حکمتيار سره مخالف کړ او دمشرقي زون لپاره، او ايران خپل اهل شیعه ودرؤل. ددي کار دعملي کؤلو لپاره پاکستان له غړو هېوادونو د پروژي دڅار او تطبق پيسي اخيستي

ددي دوه هدفونه ول

*لومړى  دروس له شکست سره افغانستان فى الفور د بنسټپالو لاس ته ونه لويږي سر له اوسه بايد غرب په اوضاع واکمن وي

*دوهم

احتمالاً حکمتيار له روسانو يا خلق سره دتفاهم په کؤلؤ سره پاکستان او دغرب ګټو ته ستر خطر درد سر جوړ نشي

نصر الله بابر د استخباراتو سابق چارواکي خاطري

*کله چې مسکؤ او واشنګټن خپل منځي تفاهم وکړ له پورته پلان سره سم په ټولو هغو جهادي  رهبرانو په اسانۍ سره تفاهم لاسلېک او ومنل شو چې غرب او موږ دحکمتيار په ضد د همداسي موقع لپاره ساتلي ول، مګر حکمتيار لکه له پخوا چې اټکل شؤې وه هېڅکله دامريکا له سترو چارواکو سره لېدو ته هم راضي نشو سره له دې شرطه چې د قدرت غوښينه برخه به له حزب اسلامي سره وي.

دتوقع خلاف د روس او واشنګټن د تفاهم په غبرګون کي حکمتيار او ښاغلي ډاکتر نجیب الله د ملل متحد د استازي په مخ کي هغه تفاهم ته ورسيدل چې روس او امریکا ته مطلوب نه وه، ځکه نو روس خپلو پرچمي چارواکو ته هدايات ورکړل او امریکا زموږ او مستقيم  جميعت ګؤند ته دنده ورکړه چې د ښاغلي نجیب الله حکومت د پرچم ګؤند په ملتيا هرڅومره چې ژر کيداى شي نسکور کړي، دښاغلي نجيب الله نږدي پرچميان  ملګري او جمعت په ګډه کودتا وکړه چي دغه کودتا کي روس او امریکا دواړه برابر شريک او پاکستان يوازي تر ممکينه حده دامريکا متحد او د پروژي تطبق کونکى وه، نن څنګه امریکا ويلى شي چي پاکستان په افغانستان کي لاس وهنه کړي? موږ چې هرڅه کؤل دا دنده موږ ته امریکا او انګلستان سعودي عربستان په ګډه راکؤله.

نصرالله بابر د افغانستان کورنۍ جګړو پيل

له پورته جاسوسي پېښو مو کوم درس واخېست? کولى شم ټول واقعات همداسي مستند درته ولېکم مګر څه فايده?

دلته ستر ناورين دادى چې ډېرئ ځوانان تبلغات پرست، ډلپرست، غرب پرست، عياش پرست يا داسلام پرځاى عرب پرست شؤې دي، داسلام او عربېزم توپېر ورڅخه ورک شوى دى.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020