تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کرونا ناروغي څه شی ده؟

ډاکټر غلام سرور ظهیر

2020-01-27

د ناروغۍ شاليد

کروناوايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه یې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چي په دې ستره کورنۍ کې د والګي له وايروسه نيولې تر سارسه سينډرومه پوري ټول وايروسونه شته دي. د کروناوايروس آرچينې (اصلي سرچينې) څاروي دي، خو پينځه ډوله يې د انسان ساييز (تنفسي) سيسټم برنۍ او کښتنۍ برخه خپله موخه ګرځوي. کروناوايروسونه په پزه، ساينوسونو او په برني ستوني کې د عفونت لامل ګرځي.

د کروناوايرسونو په جوړښت کې يو معمولي RNA جينوم شته او هغه کسان چي په يوه وخت کې په بله ناروغۍ اخته وي، يا هغه ماشومان چي د زړه له رنځه کړېږي، د کرونا پر وايروس باندي ژر اخته کېږي. تر راينو وايروسونو وروسته، د کورناوايروسونه په پراخه کچه والګی رامنځته کوي. هرګوره، د کورناوايروس د والګي سختوالی د نورو والګیو په پرتله خورا ډېر دي چي د بل هر موسم په پرتله په ژمي او پسرلي کي ډېر خپور وي.

کروناوايروسونه په ازمونتون (لابراټوار) کې د راينووايروسونو غوندې په چټکۍ وده او رشد نه کوي چې دې چارې د کروناوايرس ناروغۍ په نومېرنه (تشخصي) کې ستونزې را برسېره کړې دي.

وړاندي يادونه وشوه چي د کروناوايروسونو کورنۍ په ۱۹۶۵ کې وپېژندل شوه او په انسانانو او څارويو کې د والګي لامل ګرځي. دغه ناروغي لومړۍ ځل د ۲۰۱۲ سپټمبر کې د عربستان په یوه اوسېدونکي کې وليدله شوه چي دوبۍ ته يې سفر کړی و او وروسته یې مړ کړ. د ناروغۍ دويم بلهاري ۵۰ کلن قطری و. دغه ناروغي لومړی ځل د لندن په Health Protection Agency ازمونتون کې تاييد شوه. د ناروغۍ تر ګردو سخته او وژونکې بڼه په ۲۰۰۲ کې د سارس سینډروم په توګه خپره شوه چي کابو ۸۰۰ تنه یې د مرګ کومي ته ور کښته کړل. داسي ګومان کېږي چي اسمانڅکالي د يادې ناروغۍ لامل کوربانه دي.

د کروناوايروس د ۲۰۱۹ ډيسبمر په وروستیو کې د چين په ووهان ښار کې ښکاره شو چي تر دې دمه پرې زرګونه کسان اخته شوي او مرګ ژوبله یې تر لسګونو اوښتې ده. په ووهان کې لومړی هغه کسان په دې ناروغۍ اخته شول چې د سمندري خوړنتوکو په بازار کې یې کار کاوه. وروسته د نورو هېوادنو وګړي چي ووهان ښار ته سفر کړی و، د دې وبايي ناروغۍ په دام کې راګیر شول. په انسانانو کې د ناروغۍ دا ډول وبايي بڼه نه وه ليدل شوې. دغه ناروغي د چين سربېره په ټايلېنډ، ټايوان، کورياګانو، امريکا او اسټراليا کي هم ليدل شوې ده.

د ناروغۍ لامل یا ایټولوژي

د ناروغۍ لامل د آبربو وایروسونو له ډلې څخه دی. کورنۍ یې کروناوريدې (Coronaviridae) او جنس یې کروناوایروس (Coronavirus) دی. نوی وايروس ته ۱۰۱۹ کال (Corona) نوم غوره شوی دی. وايروس یې ځکه کرونا (تاج) نومولی چي د غشا پر بهرني اړخ يې تاج ته ورته جوړښتونه دي.

 

 د وايروس سرچينه

تر دې دمه د وايروس سرچينه مالومه نه ده، خو څېړونکي وايي چي دا ويروس ښايي د ژونديو څارویو په بدن کې د ميوټېشن په ترڅ کي پنځېدلی وي. څېړونکي په دې ګومان دي چي ګواکي اوښ او بېزو به د ياد وايروس اصلي کوربانه وي او داسې ګومان کېږي چي د منځني ختيځ تنفسي سينډروم (MERS) لامل يې له اوښانو څخه انسانانو ته لېږدېدلی دي.

د کرونا وايروس لېږد او خپرېدنه

دم‌ ګړۍ د کروناوايروس د لېږد او ناورغۍ د خپرېدو په اړه بشپړ معلومات نشته او دا هم نه ده روښانه چي ناروغي لومړی ځل له څارويو څخه انسان ته یا له ککړو سطحو څخه انسان ته لېږدېدلې ده. په هره توګه، له انسان څخه یې انسان ته لېږد لکه د الوتنکو د والګي په څېر د ټوخي او پرنجي په مټ ترسره کېږي. څېړونکو جوته کړې چې ۲۲ سلنه پېښي له غوښې سره د نېغې اړيکې له امله رامنځته شوې دي او ۳۲ سلنه خلک هغه مهال ناروغه شوي چي له هغو کسانو سره یې اړيکه کړې چی هغوی تبه او سایيزي ستونزې لرې. ښه خبره دا ده چي د ناروغۍ لېږد په پرانيستو ځايونو کې ډېر کم دی او له انسان څخه یې انسان ته لېږد هله شونتيا مومي چي روغ خلک د ډېر مهال لپاره په سرتړلي ځای کې له ناروغو کسانو سره واوسي. روغتونونه، پوځي هستوګنځي او شپېغالي (ليليې) يې ښې بېلګي کېدای شي.

د کروناوايرس ميوټېشن

پوښتنه دا ده چې ايا شونې ده چي د کروناوايروسونه دې خپلي بڼې او ځانګړنې بدلې کړي؟ هو، دا بدلون هره شېبه شونی دی، ځکه ياد وايروسونه تل د بدلون په حال کې دي او ميوټېشن کوي چي په اسانه توګه لېږد او تکامل وکړي. که کروناوايروسونه ميوټېشن وکړي، نو په دې سره به د لا سختو ناروغيو د زېږد جوګه شي. هرګوره، دا خبره په ټوله کې روښانه او د وړاندوينې وړ نه ده چي په وايروسونو کې به کوم ډول بدلونونه راځي؟

د کرونا ناروغۍ نښي نښانې

تبه، ټوخی، سالنډي، تيګا، د ستوني درد، سردرد، له پوزي څخه د اوبلنو توکو بهېدنه او نورې سایيزې ستونزې د دې ناروغۍ آرنښې (اصلي نښي) دي. دا هم شونې ده چې څو ورځې وروسته دې په ناورغۍ اخته کسان بې دليله ټوخی ولري.

که ناروغي بېروونکې (حاده) وي، نس ناستی، د ساييز سيسټم نابسيايي (عدم کفایه)، د پښتورګو نابسيايي (عدم کفایه) او د وينې د پړن کېدو ستونزې رامنځته کېږي چي په دې حالت کي ناروغ وينچڼ (Hemodialysis) ته اړتيا لري.

هغه کسان لکه ماشومان او پاخه منګي چي معافيتي سیسټم يې کمزوری وي، ښايي سينه بغل او برونشېټ ته ورته له سختو ساييزو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

د ناروغۍ مخينوی

تر دې دمه د ناروغۍ د مخينوي لپاره هېڅ ډول واکسين نه دي جوړ شوي. د ناروغۍ د مخنيوي تر ګردو ښه لاره چاره دا ده چي د ناورغۍ د چټک خپراوي مخه ونيوله شي. يعني ناروغ کسان دې ونومېرل (تشخيص) شي او د درملنې پر مهال دې قرنطين شي. د دې سربېره هغه روغ کسان چي له ناروغانو سره یې راشه درشه درلوده، په کلکه وڅارل شي. د انسانانو په تګ راتګ دې بنديز ولګول شي او په لويو غونډو کې دې له ګډون څخه ډډه وشي. خولې، سترګو او پوزې ته دې لاسونه نه ور وړل کېږي او لاسونه دې د ۲۰ ثانيو لپاره په صابون ومينځل شي.

 درملنه

دغه ناروغي ځانګړې درملنه نه لري، خو پوهانو په دې لګيا دي چي د ناروغۍ درملنه شونې کړي او درمل ورته جوړ کړي. د جرمني د برن پوهنتون رنځپوهان په دې توانېدلي چي د K22 په نوم درمل توکي وپنځوي. دا توکي د دې وړتيا لري چي د انسانانو ترمنځ د وايروس خپرېدنه تر ټولو ټيټې کچي ته را کښته کړي او همدا راز له کروناوايرسونو زېږېدلی والګی او سارس ناروغي ور باندي ختمه کړي. K22 کولی شي چي د سايیز سیسټم پر پوښ باندي د کروناوايرس ډېرښت شنډ کړي.

تر ډېره بريده د ناروغۍ نښي په خپله له منځه ځي. ډاکټران سپارښتنه کوي، که ناروغي والګي ته ورته نښې ولري، نو ناروغ دې ډاکټر ته ولاړ شي. د درد ضد درمل، د اوبلنتوکو څښاک، خوب او ارامي د ناروغۍ په رغېدنه کې ګټور دي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020