تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مونږ سوله غواړو

ممتاز جهانگير

2020-01-27

د حکومت دنده او مسؤلیت دا دی چې د سولې لپاره باید له هر ممکنو لارو څخه استفاده وکړي او عملي اقدماتو په ترڅ کې باید جدي هلې ځلې وکړي څو د سولې د تحقق لپاره ريښتنې هیلې او باورونه راپیدا کړي. دا ځکه چې سوله د ولسونو بنيادي حق او غوښتنه ده او باید درناوی ورته وشي او حکومت په هيڅ صورت د دې حق نه لري چې د سولې مانع شي او په جګړې باندې ټینګار وکړي!

اشرف غني په خپلو خبرو کې وایی چې که چیرې د طالبانو هدف قدرت وي او یا د قدرت نیولو په فکر کې وي، مونږ یې پر وړاندې جګړه کوو او د دې جګړې سلسله به نوره هم اوږده واوسي! دا په دې مانا چې دوی ته له بین الاافغاني سولې او توافق او د خلکو عام وژنې د بندیدلو څخه په موقف او قدرت کې پاتې کېدل مهمتر او ضرور دی، هغه څوک چې خپل قدرت او شخصي موقف په خاطر پردۍ جګړې په ولسونو باندې تحميلوي او یا خپل هیواد ته پردۍ جګړې واردوي، زه باور لرم چې دا ډول حکومتونه به د ولس له غبرګون سره ضرور مخامخ کیږي، خارجیان هم پخپل سیاست او پالېسیو کې پاتې راغلي، نور د دې توان نه لري چې دا وضعیت کنټرول کړی شي او نه هغه د پخوا په څیر وختونه دي چې د هیواد وګړي به د یو چا شخصي موقف او قدرت په خاطر جګړې کوي او یا د پردیپالو حکومتونو ملاتړ او حمایت به کوي، که څه هم ظاهراً د حکومت موقف د سولې او د جګړۍ په اړه واضح او ښکاره معلوم دی، خو د ارګ وروستيو خود سريو ثابته کړه چې د جګړۍ لامل همدوی پخپله دي او د سولې پر مخ هم توطئه رامنځ ته کوي، د ارګ د ټاميانو ګټې یوازې په جګړې کې دي! دلته یو بل حقیقت هم موجود دی، دا چې څوک یی مني او که نه یې مني دا په دوی پورې اړه ولري، طالبان د نړۍ په سیاسي ډګر کې د یوهٔ ځواکمن جهت په ټوګه منل شوي او پېژندل شوی قوت دی، مګر طالبان دې هم داسې لار نه اختياروي چې پر جګړې منتج شي، اما دا هم ثابته ده چې سوله به ضرور راځي که په صلاح وي او که په زور، دا څګه چې ولس سوله غواړي او د ولسونو په حمابت به سوله راځي، ولس نور د جګړې توان نلري له جګړي او له جګړو غوښتونکو ځخه کرکه لري.

د تلپاتې سولې په هیله



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020