تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پر چين د الله تعالى د سنت د پوره کېدو موقعه را ورسېده

رحمت الله زاهد

2020-01-27

الله متعال تر هغه پورې خپل لښکر دمسلمان دمرستې لپاره نه راليږي، تر څو چې هغوى په واقعي معنا دالله مرستې ته اړ نه شي او ددفاع ټول وسائل ترې ورک نه شي، دواقعي او مظلوم مسلمان سره دالهي مرستې لپاره همدا دالله سنت دی.

د ايغور د مسلمانانو اوسنى حالت همدغې ته رسېدلى، دغه تش لاس مظلوم مسلمانان دچين دکمونستي وحشي دولت لخوا لومړى دهر قسم دفاعي وسائلو څخه محروم کړى شو، بيا يې ورته په ديني شعايرو بنديزونه ولګول، بيا يې په لويو کمپونو کې رابند کړل، بيا يې پرې داسلام څخه داوړېدو لپاره ظلمونه شروع کړل او پدې هر څه دنورې نړۍ مسلمانان چوپه خوله پاتې شول، هيڅ په اصطلاح مسلمان هيواد دچين څخه داقتصادي محبوريو له امله دخپلو ايغوري مسلمانانو په حق کې دآواز دپورته جرأت هم ونکړ، پدې وخت کې دالله تعالى دسنت دپوره کېدو موقعه راورسېده او دخپل يو کوچني مخلوق (کورونا وايروس) په وسيله يې ددنيا يو زورور ته درس ورکول پيل کړل، چين تر اوسه خپل څلويښت مليونه وګړي قرنطين کړي او دهغوى په حرکت يې بنديز لګولى، دټولو ښارونو ترمنځ حرکت محدود شوي، دازدحام او سياحت مرکزونه تړل شوي، لوى تجارتي مرکزونه بند شوي، نړيوالو کمپنيو خپلې ډېرى څانګې تړلې، د کال د سر جشنونه فسخ شوي او د چين په ډېرى برخو کې چوپتيا خپره ده، چې پدې کار سره چين ته تريلونو ډالر خساره اوړېدلې او اميد دى چې دنړۍ دغه اقتصادي زبرځواک به داسې ضربه وخوري چې په لسګونو کلونو کې به هم خپل ځاى ته رانشي، ان شاءالله.

(وَقَدۡ مَكَرُوا۟ مَكۡرَهُمۡ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكۡرُهُمۡ وَإِن كَانَ مَكۡرُهُمۡ لِتَزُولَ مِنۡهُ ٱلۡجِبَالُ)

(وَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ غَـٰفِلًا عَمَّا یَعۡمَلُ ٱلظَّـٰلِمُونَۚ إِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمۡ لِیَوۡمࣲ تَشۡخَصُ فِیهِ ٱلۡأَبۡصَـٰرُ)

(إِنَّ بَطۡشَ رَبِّكَ لَشَدِیدٌ)



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020