تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بل منلو اوخپلو کې په مثبته توګه د ژوند کولو پنځوس اصول

حامد افغان

2020-01-27

1- زه، ته، نه یم.

یعني زه مستقل شخصیت لرم، ته مستقل. زه ځانګړي نظر، فکر او تمايلات لرم، ته همداشان ځانګړي نظر، فکر او تمايلات لرې. البته دا په ژوند چارو او عامو موضوعاتو کې، نه په دیني او ځیني مشترکو ملي ګټو کې چې هلته بیا مختلف توافقات لازمي دي.

2- په کوم شي چې زه قناعت لرم په هغه ستا قناعت کول ضروري نه ده.

3- ضروري نه ده چې زه او ته به په هره رایه کې سره موافق یو.

4- په ژوند کې د انسانانو ترمنځ اختلاف طبیعي دی.

5- هیڅکله د يو چا هر نظر او رایه سمه نه شي کیدلی.

6- خلکو سره د ژوند کولو لپاره پېژندنه، نه د هغوی د بدلولو لپاره.

7- د فکر او نظر مخالفتونه ايجابي او تکاملي دي.

یعني د نظر او فکر مخالفت تاواني نه بلکي مثبت او ګټور دی او له دې سره انساني وده او پرمختګ د فکري مخالفت په پایله کې رامنځته کیږي او د ژوند پړاوونه پوره او تکمیلوي.

8- یو کار به ته ښه کولى شې، خو هغه زه ښه نه شم کولی.

یعني وړتیایي توپیرونه مراعت کول، مثلا کور، کلي، سیمه شراکتونو، انډیوالۍ وغيره کې باید د یوه بل د وړتیا توپیر مراعت کړل شي، مثلاً یو کس پیاوړی وي بېلچه، کولنګه وغیره ښه وهلی شي خو بل بیا پیاوړی نه وی، بلکې چالاک وي اړیکو او بازار موندنه کې تکړه وي او داسې نور توپیرونه باید کورني ژوند، ټولنیز ژوند او مختلفو حالاتو کې مراعت شي.

9- پېښې او حالات د خلکو نظرونه او فکرونه بدلوي.

یعني انسان د تطور او بدلون په حالت کې دی، حجر او کاڼی نه دی چې تل یو ډول پاتي شي. نو دا خبره باید یوه بل سره د مثبت ژوند کولو په لاره کې د یوه اصل په توګه تسلیم کړو، که یو څوک نن د پرون پرخلاف نظر خپل کړي او مقنع وجوهات او دلایل ولري هغه باید ګرم نه کړو، ځکه پېښې او حالات د انسان نظر او فکر بدلوي. او فکري تطور او ارتقاء د انسان په طبیعت کې پراته دي.

10- هر انسان د بل مخالف نظر لري، بیا هم یوه له بل سره ژوند کولی شي.

یعني ضروري نه ده چې د نظر مخالفین به یو بل نه شي زغملی او هر وخت به د یوه بل سپوږمو ته ټوپونه وهي. لکه زموږ مجاهد ملت!، موږ کولی شو د نظر له مخالفت سره ان د یوه بل ورونه پاتي شو.

11- یو شی به تا ته خوند نه درکوي خو هغه به ما ته خوند راکوي.

دا اصل په ښکاره موږ ته ساده خبره ښکاري خو په کورني او ټولنیز ژوند کې دې ساده خبري ته د توجه نه کولو لامله زموږ ترمنځ زیاتې شخړې رامنځته کیږي. لکه پلار مازدیګر له بازاره بینډۍ راوړي، ماښام یې مور خوږې پخې کړي، ماخستن یې ځیني زامن او لوڼه بوڅې شونډې ناست وي نه یې خوري او یا ځیني د پلار و مور له شرمه/ډاره مازي ګوله پرې لندوي. نو پلار د عظیمې ګولې نغړلو په جریان کې اولادونو ته سپکې سپورې بادوي! چې ولې دا خوږې بینډۍ نه خوري؟! وه سړیه! تا ته به بینډۍ خوند درکوي هر چا ته به خوند نه ورکوي.

لکه هر انسان چې الله تعالی مختلف پنځولی همداسې یې د انسان ذوقونه او خوښونې هم مختلفې ګرځولې دي. او موږ باید دا اختلاف مراعت کړو او خپل ذوق او خوښوونه پر یوه بل تحميل نه کړو.

12- بحث او مناقشه د قناعت لپاره وي نه پر یو بل د خپل نظر تپلو لپاره.

یعني بحث او مناقشه کې دې هر لوری د خپل نظر او ادعا د کره والي او ثبوت دلایل وړاندې کړي او هڅه دې وکړي چې مقابل لوري ته قناعت ورکړي. که هغه قناعت ترلاسه کړ خو ډېره ښه او که نه بیا هم ډېره ښه. داسې نه چې د مقابل لوري نه قناعت په صورت کې مټې رابډ وهي، په سپکو سره شي، ستوني ته یې لاس وغځوي او ټوله انرژي په کار واچوي چې ان د مقابل لوري په هغه پلار به هم خپل نظر مني...

له بده مرغه دېته "افغنة الحوار والنقاش" ویل کېږي الله مو دې اصلاح او وساتي.

13- زما سره زما د نظر او رایې د وضاحت په اړه مرسته وکړئ.

ډېر ځله د نورو یا خو ان د یو چا د دښمن له خولې موږ د یو چا فکر، نظر او عقیده معلوموو، دا بېخي ناسمه لاره ده، پخپله باید د یو چا له خولې یا د هغه له لیکنو او کتابونو د هغه فکر او عقیده معلومه کړو. د یو چا په اړه د پردیو قضاوتونه اکثره له انصافه لېري وي. د دې نه مراعت کولو لامله د موجوده وخت ډېری مخالفتونه او شخړې له همدې نه پوهاوي یا ناسم پوهاوي رامنځته کېږي.

14- زما الفاظو او جملو ته مه ګورئ، زما په موخه ځان پوه کړه.

د ژوند هره برخه کې د یو چا په مطلب او موخه ځان پوهول خورا مهم دي، زموږ ترمنځ د سوء تفاهم یا بد پوهاوي لامله ډېر مشکلات رامنځته کېږي چې هغو ته موږ ظاهرا متوجه نه یو، نو دې اصل ته پوره توجه مهمه ده

15- زما د یوې خبري یا یوې کړنې پراساس زما په اړه پرېکړه مه کوه.

16- زما غلطۍ او ښويېدنې غنیمت مه ګڼه.

17- د استاد په توګه زما سره چلند مه کوه.

زموږ دا ستونره هم لویه ده چې کوم یو مو لیږ پوه او څه زده کړي نو نورو ته ځان استاد استاد کوي، غټه یې وایي او برګې برګې اړوي! وه سړیه! پوهه د الله لوی نعمت دی باید د الله ډېر شکر وایستل شي او عاجزي غوره کړل شي. نه غرور او تکبر...

18- ستا پر خبره او نظر د سم پوهيدلو لپاره زما سره مرسته وکړه.

دا اصل په شعوري او ناشعوري توګه نه مراعت کول لویې ټولنیزې ستوتزې او شخړې رامنځته کوي. موږ ډېر ځله د چا په خبره /لیکنه سم پوه نه شو یا ځیني د چا له خبرې / قصدا ناسم مطلب واخلي په دې ډول بدګومانۍ، مخالفتونه او جنجالونه رامنځته شي

19- څنګه چې زه یم، همداسې مې ومنه، زه به هم تا همداسې ومنم.

هر انسان مختلفې کمزورۍ، مختلف عادتونه، مختلف ذوقونه او خوښونې لري، چې طبعا ټولنه کې نورو ته خوښ نه یي، دا هر څه طبیعي دي، دا باید سره ومنو، د کورنۍ/ټولنې مختلف خلک د یوه/څو په مزاج نه شي برابریدلی.

20- هر انسان د بل مخالف نظر لري، خو بیا هم له یوه بل سره ژوند کولی شي.

له بده مرغه زموږ ټولنه کې د نظر مخالفت پر دښمني تعبیریږي، چې دا خورا ستره غلطي ده، په عامه ژوند چارو، د دین په مختلفو فرعي مسائلو او نورو حالاتو کې نظري او فکري مخالفتونو سره ګډ ژوند او ښه ژوند کېدلی شي. دا خبره زموږ د روانو اصولو مرکزي نقطه ده، که په دې خبره موږ پوه او له دې مخالفتونو سره ګډ ژوند پیل کړو په هغه ورځ زموږ ټول جنجالونه ختم او خیر خیرت به وي. ان شاء الله تعالی

21 - مختلف رنګونه تختې ته ښکلا وربښي

22 - زما کوم ډول چلند چې ته خوښوې؛ هماغه ډول چلند زما سره هم کوه

23 - د لاسونو کار ځکه اغېزمن وي چې یو د بل مخالف او مقابل دي

24 - ژوند پر ثنائیت او غبرګوالي ولاړ دی (ومن کل شئ خلقنا زوجین)

25 - ته د ژوندیو مخلوقاتو یو کوچنی جزء یې

26 - هره لوبه د دوو مخالفو ډلو ترمنځ ترسره کیږي

27 - اختلاف د ژوند په ستره قافله کې استقلال دی

28 - ستا زوی، ته نه دی او نه یې زمانه ستا زمانه ده

29 - ستا مېرمن/مېړه ستا مقابل مستقل شخصیت دی، نه مطابق لکه لاسونه

30 - که ټولو خلکو یو ډول فکر کولی، هیڅ وده، پرمختګ او ابداع به نه وه رامنځته شوي

31 - ډېر اصول، قواعد او پرینسپونه د انسان خوځښت ټکنی کوي

32 - خلک ستاینو، هڅونو او مننې ته پوره اړتیا لري

33 - د نورو کار ټیټ او چټي مه ګڼه او مه په سپکه ورته ګوره

34 - زما سم کارونه څاره او ګڼه! غلطۍ خو مې د انسان په توګه طبیعي دي

35 - زما په شخصیت کې ایجابي او مثبتو اړخونو ته کوره

36 - دا خبره د ژوند شعار وګرځوه چې په خلکو کې خیر، مینه او ښه والی په زیاته پیمانه شته

37 - موسکی اوسه او د خلکو احترام او درنښت کوه

38 - زه له تا پرته عاجز او لیږ ځواکه یم

39 - نورو سره اختلاف ته تسلیم شه او له وخت او شرایطو سره ځان برابر کړه، د نورو د کشتيو وزرونو ماتولو سره ستا کشتۍ نه تېزېږي

40 - هیڅ انسان کامل او بې کمزوري نه دی

41 - که زما اړتیا او کمزوري نه وی ته نه شوی بریالی کېدلی

42 - زه خپل مخ نه وینم، خو ته زما مخ وینې

43 - که ته زما ملا وتړې زه به ستا ملاتړ شم

44 - زه او ته په ګډه یو کار ژر او په اسانه توګه کولی شو

45 - دې پراخه نړۍ کې زه، ته او نور ډېر ځایېږو

46 - د دې نړۍ شتمني زموږ ټولو بس ده

47 - چې معده دې ډکه شي له هغه زیات نه شې خوړلی

48 - څرنګه چې ته حقوق لرې نور هم حقوق لري

49 - ته کولی شې ځان کې بدلون راولې، خو ما کې بدلون نه شې راوستلی

50 - لکه څنګه چې ته زما نه مختلف پنځیدلی یې، زه هم ستا نه مختلف تخلیق شوی یم.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020