تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د انسان اصلي ارزښت ظاهري جامه نه، بلکې علم، فکر او چلند دی

مير احمد ياد

2020-01-27

استاد شاګردانو نه پوښتنه وکړه چې انسان په څه شي ښایسته کېږي؟

هر یو ځواب ورکاوه، چا سترګې یادولې، چا سپين پوټکی یادوه چا لوړه دنګه ځوان يادوله.

استاد دوه جامونه کېښودل، یو د سرو زرو و، بل خټين و. د سرو زرو جام یې له زهرو ډک کړ او په خټین جام کې یې ښایسته پاکې اوبه واچولې.

شاګردانو ته یې وویل چې یو جام واخلئ. شاګردانو د سرو زرو جام پرېښود او خټین جام یې واخیست، اوبه یې ترې وڅښلې.

استاد ورته وویل: تاسې د دې جامونو ظاهري بڼې ته هېڅ ارزښت ور نه کړ، بلکې دا مولیدل چې څه دې په کې؟

انسانان هم همدې جامونو ته ورته دي، اصلي ارزښت یې ظاهري جامه نه، بلکې علم، فکر او چلند دی. څوک چې په ظاهر خواري کوي او باطن کې څه نه لري، هېڅوک یې هم نه اخلي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020