تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ډېموکراسۍ په اړه ناخوښي تر بل هر وخت ډېره شوې

سېیان کوغلان

2020-02-01

د کېمبرېج پوهنتون یوه څېړنه ښېي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په ځانګړې توګه په پرمختللیو هېوادونو کې د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په هکله ناخوښي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

څېړونکي وايي، دا خبره د ډېموکراسۍ په تړاو د ۳۵۰۰ سروې ګانو له شننې وروسته کوي، چې له څلور میلیونو کسانو پکې پوښتنې شوې دي.

دوی دا څېړنه د یادې موضوع په تړاو تر ټولو لویه نظر پوښتنه بولي. د څېړنې له مخې په برتانیا او امریکا کې دغه ډول ناخوښي تر ټولو ډېره بلل شوې ده. د څېړنې رپوټ لیکونکی روبیرتو فوا وايي:

''د نړۍ په کچه ډېموکراسي د ضعف په حال کې ده.''

دغه څېړنه د کیمبرج پوهنتون (د ډېموکراسۍ راتلونکی) مرکز کړې چې د دیموکراسۍ په هکله له ۱۹۹۵ کال راهیسې د خلکو نظرونه اخلي.

دغه مرکز وايي، د ډېموکراسۍ په تړاو د ناخوښۍ کچه له ۴۸ سلنې ۵۸ سلنې ته پورته شوې، چې په وینا یې ریکارډ لوړه کچه ده.

ډاکټر فوا زیاتوي:

''موږ ته معلومه شوه، چې د ډېموکراسۍ په اړه ناخوښي په ډېرېدو ده او په نړیواله کچه زیاته شوې ده، او په ځانګړې توګه په پرمختللیو هېوادونو کې.''

په تحقیق کې د ۱۵۴ هېوادونو له اوسېدونکو داسې پوښتنه شوې، چې ایا دوی په خپل هېواد کې د ډېموکراسۍ په هکله خوښ او که ناخوښ دي.

د ځینو هېوادونو په تړاو معلومات ان ۱۹۷۰ مو کلونو ته رسېږي او په لوی تصویر کې د شلمې پېړۍ وروستیو لسیزو کې د ډېموکراسۍ په تړاو د رضایت کچه په لوړوالي پکې ښکاري.

دا هغه دور و، چې په ختیځ او مرکزي اروپا کې د کمونیزم زور په کمېدو و او له (نړیوال تمایل) سره په ظاهره د لوېدیځې ډېموکراسۍ په هکله د رضایت صعودي یا مخ پر بره پرمختیا ښېي، خو په تېره یوه لسیزه کې بیا دغه نظر برعکس تګ کړی او نارضایتي ډېره شوې ده.

څېړنه ښېي دا ښايي په ۲۰۰۸ کال کې د (اقتصادي بحران) په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو کړکېچ او د (بهرنۍ پالیسۍ د ناکامۍ) سیاسي او ټولنیز اوږد مهاله انعکاس وي.

دغه څېړونکي پر ډېموکراسۍ د بې باورۍ ډېرېدو خبرداری ورکوي او وايي، د عوامپالونکي سياست زیاتېدل انګیزه نه ده، بلکې پر ډېموکراسۍ د بې باورۍ نښې نښانې دي.

په څېړنه کې ویل شوي، برتانیا کې له ۱۹۷۰ کال وروسته تر ۳۰ کلونو پورې په پرلپسې توګه د ډېموکراسۍ په تړاو رضایت ډېر شو، خو له ۲۰۰۵ کال وروسته د اقتصادي بحران په څېر نړیوال ميلانونه او د پارلمان غړو د لګښتونو په څېر کورني موضوعات د دې لامل شول چې دغه رویه برعکس شي.

د امریکا متحدو ایالتونو په هکله ویل شوي، چې له ۱۹۹۵ کاله تر ۲۰۰۵ پورې د ډېموکراسۍ په هکله د رضایت کچه په کې خورا لوړه وه، چې ۷۵ سلنې ته رسېده، خو وروسته دغه کچه په داسې توګه ټیټه شوې او ۵۰ سلنې ته رسېدلې، چې ناڅاپي وه او تمه یې نه کېده.

خو دغه څېړنه د اروپا یو شمېر هېوادونو چې ډنمارک، سوېتزرلنډ، ناروې او هالنډ پکې شامل دي، دغه تمایل بل ډول ښيي او د ډېموکراسۍ په تړاو رضایت په کې تر بل هر وخت ډېر ښوول شوی دی.

ډاکټر فوا وايي:

''که پر ډېموکراسۍ باور کمېږي، لامل یې دا دی چې زموږ په زمانه کې د ډېموکراسۍ اړوند ادارې نه دي توانېدلې چې د اقتصادي بحران او یا اقلیمي بدلون په څېر لوی مسایل کړي او د دې لپاره چې د ډېموکراسۍ میراث پر ځای شي، باید دا بدلون راشي.''

سېیان کوغلان

د بي بي سي نیوز د کورنیو او تعلیمي چارو خبریال

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020