تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: له طالبانو سره د سولې خبرې دې د څلورو مطرحو انتخاباتي ټیمونو له لوري مخته يوړل شي

شهادت

2020-02-03

د حزب اسلامي امير محترم حکمتیار پرون ورځ د ارزګان ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره په کتنه کي وويل: له طالبانو سره د سولې خبرې دې د څلورو مطرحو انتخاباتي ټيمونو له لوري مخته یوړل شي؛ ځکه پدې ټیمونو کي ټول افغاني لوري شامل دي او هېڅوک لدې حلقې بهر نه پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه: دولت ساز، ثبات او همګرايي، سوله او اسلامي عدالت او د حامد کرزي په محور راټول شوي ټيمونه دې د سولې په اړه پخپلو کي سره کېني او یو واحد موقف دې غوره کړي.

ښاغلي حکمتیار وويل: موږ  يووالي ته ضرورت لرو، افغانان بايد پخپله دا حالت بدل کړي، له بهرنیانو باید دا انتظار ونلرو چي هغوی دې موږ ته سوله راولي، ځکه بهرنيانو دا حالت پر موږ تپلی دی او دا جګړه ئې پر موږ تحميل کړې ده. داسې یو هېواد نشته چي په افغانستان کې روان حالت پاى ته ورسوي او د سولې په تأمين کې له موږ سره مرسته وکړي. افغانان پخپله باید تصميم ونيسي او روان بحران ته د حل مناسبه لار ولټوي.

د حزب اسلامي امیر وویل: زموږ وړانديز دادی چي طالبان او ټول سياسي ګوندونه او مؤثر لوري چې رامنځته شوي دي بايد دبحران د حل لپاره سره کېني. موږ باید د بهرنيانو له حضور پرته خپلې ستونزې پخپله حل کړو. له طالبانو مو هم غوښتنه داده چي د حزب اسلامي په څير بين الافغاني مذاکرات پېل کړي، که طالبان له امريکايانو سره توافق ته هم ورسيږي، خو تر څو چې له افغانانو سره خبرې ونکړي نو ستونزه نه حل کيږي.

ښاغلي حکمتیار  وويل: دا چې طالبانو له امريکانو سره د سولې خبرې پېل کړي دا یو ښه انکشاف دی، خو ددې تر څنګ طالبان دې له هغو ډلو سره چې په دې موده کي  ورسره جنګيدلي دي هم خبرې وکړي او پخپلو منځونو کې دې یو توافق ته ورسیږي. حکومت ته مو هم ويلي چي بايد سياسى مسائل يوې خواته پرېږدو او د سولې په اړه ګډ دريځ غوره کړو، ځکه  دا يو ضرورت دى او لدې پرته سوله نشي راتللی.

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020