تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اشرف غني یوتروریست ښوونځی او کلنیک ونړول!

قريب الله عابدي

2020-02-04

اشرف غني د کندوز په ولایت کښې د هېواد ورانولو او ولس وژلو د سلسلې د دوام په ترڅ کښې یو ښوونخی او یو کلنیک ونړول د بمونو په واسطه له هوا څخه د ښوونځیو او کلینکونو ویشتل او نړول د کرونابابا تر ټولو خوندور ساعت تیری دی

هغه په تیرو څو ورځو کښې د هېواد له هره اړخه تر مرکزه ټول ولایتونو کښې خلک په نښه کول ،خو بیا یی هم کیف جوړ نه شو یواځې په وردګو ولایت کښې یی د مسجد ورانولو پر مهال خورا کیف جوړ شوی وو او هماغه لیونۍ خندا یی کړې وه سر یی یوه او بل لوري ته غورځولی او د خولې له کنجونو یې لاړې هم بهېدلې وې

مګر کله چې یی په کندوز ولایت کښې ښوونځي او کلنیکونه وران کړل هماغه مهال یې زړه له خوښۍ ټوپونه وهل او د لاپو شاپو لپاره یو څه ساده هیوادوال راپیدا کړی ول هغوی ته یی په همدی خوښې کښې لاپې او دروغ بادول چې د امنیتي ځواکونو شخصي استعمال ته به اجازه ورنکړم .

په همدی ترڅ کښې ملی امنیت په تخار کښې یو ښوونځی وسوځولو او د پېښې پړه یې په طالبانو ور وغورځوله .

کرونا بابا باندې چې هرځل د وینو څښلو او لیونتوب زوروه څپه راشي نو د هېواد له یوه اړخه تر بله د خلکو کورونه ،مسجدونه ،ښوونځي روغتیایی مرکزونه هدف ګرځوي اوس بیا هماغه د جنون او خرمستی په دوره کښې دی دا دوره کله خورا په لنډ وخت کښې هم تکراریږی حتی میاشت کښې !

ځکه خو ټولو هېوادوالو ته اړینه ده چې د ځانونو د خوندی ساتلو په خاطر د هغه د خرمستي په دوره کښې لری او غلی واوسي هسی نه چې د کرونابابا د لتو ښکار شي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020