تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راځئ د جګړې په مقابل کې صادقانه ودريږو

مشتاق رحیم

2020-02-06

څه دپاسه ديرش کاله پخوا مې زلمی تره روسانو شهيد کړ. هيڅ ډلې پورې نه وو تړلی او روسانو په شک کې پرې ډز وکړ. نيکه مې ټيپيک کوچی پښتون وو او د درد اظهار، ژړا او خفګان ورته عار او نامردي ښکاريده. مور مې کيسه کوي چې جنازې سر ته يې ودريد نو همدومره يې وويل چې دا ظالم خو زلمی شوی وو .د زلمي زوی د مرګ درد اظهار يې په همدومره الفاظو وکړی شو. مور مې نن هم د تره د سړيتوب او ځوانۍ ارمان کوي!

دا خبره مې څه پورې وکړه؟ دا څو ورځې يو شمير دوستان راته وايي چې په ملکي تلفاتو او وژنو چوپ يم؛ ګيله کوي چې خپله وجيبه په دې اړه نه ادا کوم. دا پاس کيسه مې ځکه وکړه چې له کله مې هوش سر ته راغلی د ګل آغا کاکا دردونکی او مظلومانه شهادت مې د شعور برخه دی او د هر مظلوم زيان راته خپل ښکاري، که مبالغه نه شي نو په هر بې کسه مې له سترګو بې اختیاره اوښکې ځي. د ډګروال د تره زوی شهادت مې زړه نور هم کمزوری کړی!

نو ملګرو، د وطن او وطندار په درد چې نه درديږي په خپل ايمان دې وډار شي. خو خبره دا ده چې ملکي تلفات‌ د دې غميزې يوه برخه ده، د جګړې د ناورين سترې بستې يوه برخه. راځئ د جګړې په مقابل کې صادقانه ودريږو، پرته له دې چې د دې ډلې يا هغه بلې خوا د بري تکل وکړو، صادقانه د سولې ملاتړي شو. دا اوس خو يوه ډله داسې سوله غواړي چې د دوي د خوښې ډله بريالۍ شي او بله داسې چې د هغه د خوښې ډله مخکښه. د سولې د بري په ځای د جګړې د اړخونو د بريا په تکل کې يو. همدا لامل دی چې مونږ او تاسې باندې ويشلي يو، ستا خبره زه نه اورم او زما خبره تاته خوند نه درکوي. که صادقانه د سولې تکل وکړو، او ټول اړخونه پريږدو او د سولې خوا ونيسو نو باور وکړئ چې د ملکي تلفاتو نه به خلاص شو.

صادقانه يې درته وايم چې تر ډيرې مودې ما هم سوله کې د چا ماتې او د چا بری غوښت. خو کلونه کيږي چې د ځان سره پس له ډيرو مباحثو اوس د سولې کاميابي غواړم او د سولې ملاتړی يم. تر خپله وسه مې هڅه کړی ترڅو د سولې په ملاتړ خپل دريځ څرګند کړم، په دې اړه وليکم او خبره وکړم. کيدی شي لا مې کافي کار نه وي کړی خو انسان تر خپل وسه پړ دی.

زه به څه يم، ليکل او نه ليکل به مې څه وي. خو دا چې تاسې يو شمير ملګري حساب کوئ، زه به يې رب کرم او ستاسې مينه وګڼم. رب دې توان راکړي چې که د واقعي او تلپاتې سولې دپاره د يوې ذرې قدر ته کار کولو وس هم ولرم، دغه وس په کار واچوم. رب دې د خپل مسولیت ادا کولو توفيق راکړي.

ودې کړه له زلفو له بڼو تپوس

زه حمزه چې سم کله کاږه وایم

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020