تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د امريکايي ځواکونو د وحشتونو کيسې

وحيد الله مصلح

2020-02-09

خارجي چې کله دلته بم غورځوي او کوچنى افغان پرې وژني نو بيا د ډرون لارښود او کنټرولوونکي ته وايي چې پروا يې مه کوه سپى دى، دا جګړه د ازادۍ، بشر حقونو او انسانيت سره د امريکا اړيکه تعريفوي او دغسې وژنې د متقابل ولسي غبرګون منطق راسپړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ډرون عملياتو کنټرولوونکى برانډون بريانټ د خپلو وحشتونو کيسه کړې:

د امریکا د هوایي پوځ پخوانی غړی برانډون بریانټ وایي، دوی ته ویل شوي وو چې د عامو خلکو وژل او ورانۍ رامنځ ته کول یې دنده ده. نوموړي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي ماموریت درلود. هغه د بې پيلوټه الوتکې د کنټرول او هدایت مسوولیت درلود. په یوه هوايي برید کې د یوه ماشوم تر وژل کېدو وروسته یې له خپلې دندې استعفا ورکړه. د ده په خبره، ده احساس کړه چې قاتل دی او باید له دې کار نور لاس په سر شي. برانډون وايي: پر یوې ودانۍ چې زموږ هدف پکې و، د توغندي د ویشتلو شېبه کې ما ولیدل، چې له دروازې یې ماشوم راووت. د ویډیو له بیاکتو وروسته مې مشرانو ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل. راته وویل شول چې سپی و، پروا یې مه ساته».

برانډون په افغانستان کې د امریکا کړنې د نازیانو تر وژنو او قتل عام بدترې ګڼې او وایي، دوی ته ویل شوي وو چې د خلکو د وژلو پروا ونه کړي. د ده په خبره، د امریکا له هوايي ځواک سره د کار په شپږ کلنه موده کې یې شخصاً ۱۳ کسان وژلي او ملګرو یې په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، نږدې ۱۶۵۰ اهداف په نښه کړي دي.

دی وایي، د دندې په لومړۍ ورځ یې په یوه سیمه کې دوه کسان په نښه کړل او پخپلو سترګو یې لیدل چې له دې دواړو د یوه پښې دواړه پرې شوې وې او د وینې د ضایع کېدو له امله یې سا ورکړه. دی وايي: «چې څنګه ګردونه هاخوا شول، د توغندي د لګیدو ځای کې دوه سړي پراته وو. یو هاخوا پروت و چې پښه یې له زنګانه پورته پرې وه. پښه یې نیولې وه، وینې ترې روانې وې او په ارامه ارامه مړ شو. ما یې سیل کاوه».

دغه امریکايي پوځي وایي چې د عامو افغانانو د وژلو له امله ځان ورته قاتل ښکاريږي او له سختو رواني کشمکشونو سره مخ دی. نوموړی دمګړۍ د امریکا له هوايي ځواکه ایستل شوی دی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020