تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په ماليزيا کې د بيت المقدس په اړه غونډه کې د ضياء الرحمن کشمير خان وينا

2020-02-10

په ماليزيا هيواد د القدس لپاره د پارلمان استازو د اتحادیی په درییم کنفرانس کی د افغانستان په استازولۍ اشتراک وکړو.

دا کنفرانس نن ورځ د فبروری په اتم او نهم تاریخ په مالیزیا هیواد کی په لاره اچول شوی وو چی پکی د اسلامی هیوادونو د پارلمان استازو او د مالیزیا هیواد لوړو مقاماتو اشتراک کړی وو.

د کنفرانس موخه د اسلامی ورورولۍ، امنیت، او د انسانی وقار او په خاصه توګه د فلسطین د خلکو د بشری حقوقو څخه دفاع کول دی. همدارنګه د فلسطین د مسّلی او په خاصه توګه د القدس غیر قانونی اشغال د ختمولو لپاره د اسلامی ملکونو د پارلمانونو، او د پارلمان غړو رول، همکاری، او مشوری شریکول او نړۍ او په خاص ډول د اسلامی ملکونو پارلمانونو ته دغه پیغام رسول یی نور اهداف دی. د پارلمان استازو د اتحادیی په درییم کنفرانس کی زما د وینا لنډ او مهم ټکی په لاندی ډول دی:

د مسجد الاقصی اهمیت د اسلامی امت لپاره د قرآن او حدیث له پلوه.

د مسجد االقصی ساتل او له هغه څخه دفاع کول او د مسلمانانو مسولیت.

د خلکو او ټولنی لپاره د ازادۍ او صلحی اهمیت.

د اسراییلو غیر قانونی اشغال.

د اسراییلو لخوا څخه د نړیوالو قوانینو، معاهدو او کنوانسینونو نقض کول.

د ملل متحد ماموریت او څانګو او د بشر دوستانه موسسو رول او له هغوۍ توقع.

د افغانستان په حالاتو، صلحی پروسه، او د صلحی لپاره د اسلامی هیوادونو همکاری او د هغوۍ رول.

د وینا په ترڅ کی می د پارلمان استازو د اتحادیی څخه خپله همکاری اعلان کړه او په اسلامی ملکونو او پارلمانونو می غږ وکړ چی له نوموړی اتحادیی سره همکاری اعلان کړی تر څو د فلسطین د خلکو مشروع او بشر حقوقو څخه دفاع او د اسراییلو لخوا دالقدس غیر قانونی اشغال د ختمولو لپاره حل لاری ولټوی. همدارنګه می د مالیزیا او ترکیی هیوادونو، ګډونوالو او د کنفرانس جوړونکو څخه د کنفرانس د جوړولو په خاطر مننه وکړه او قدردانی وکړه.

په درنښت

قاری ضياءالرحمن کشمیر خان

په ولسی جرګه کی د کونړ د معززو خلکو استازی



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020