تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د رسول الله (ص) وړاندوینه

حامد افغان

2020-02-11

د بحرین له خلکو سره رسول الله ﷺ په معلومه جزیه جوړه وکړه، العلاء بن الحضرمي رضي الله عنه یې پر هغوی امیر وټاکه، یو وخت یې ابو عبیدة بن الجراح رضي الله عنه د جزیې لپاره ورولیږی، هغه ورغی او له هغوی نه یې جزیه راوړه. ابو عبيده مدینې منورې ته د سهار لمانځه په مهال راورسیدی.

انصارو چې د ابوعبیده د راتګ خبره واوریدله، سهار لمونځ یې له رسول الله ﷺ سره وکړ، له چوماته بهر هغه ته په لاره کې ودریدل، رسول الله ﷺ چې ولیدل ورته موسکی شو او ورته ویې فرمایل: لکه چې خبر شوي یئ چې ابوعبیده راغلی او څه یې راوړي دي؟ هغوی ورته کړه: هو، همداسې ده.

رسول الله ﷺ وفرمایل: زېری درکوم او د خوشالي امیدونه ولرئ. خو په الله تعالی قسم کوم چې پر تاسو له غريبي څخه نه ډاریږم، بلکې له دې درباندې ډاریږم چې دنیا او شتمني به درته زیاته شي، لکه د پخوانیو خلکو په څېر، نو تاسو به هم د هغوی په څېر دنیا کې له یوه بل نه د ځان مخته کولو هڅې پیل کړئ. نو تاسو به هم د هغوی په څېر هلاک کړي.

قال رسول الله ﷺ: أَبْشِرُوا وأَمِّلُوا ما يَسرُّكُمْ، فو اللَّه ما الفقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ. وَلكنّي أَخْشى أَنْ تُبْسَطَ الدُّنْيَا عَلَيْكُم كما بُسطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا. فَتَهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ. متفقٌ عليه.

د الله تعالی د رښتیني پیغمبر ﷺ دا وړاندوینه څومره کره او پخه ده، دنیا او شتمني ورځ تربلې زیاتېږي، دا فعلاً زموږ د پلرونو او نیکونو د وخت په نسبت زموږ په زمانه کې دنیا او پر دنیوي وسایلو بوختیا په ښکاره توګه زیاته شوې ده او د دنیا زیاتولو سیالۍ او مقابلې خو زموږ ټولو بل کار نشته همدا مو ترټولو اهمه او په زړه پوري بوختیا ده. لکه یو هوښیار وایي: موجوده وخت کې اکثره خلک د دې لپاره دنیا ګټي چې له نورو مخته شي، نه د دې لپاره چې له غريبي ځان خلاص کړي. ربه! د دنیا له فتنې مو وساته



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020