تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

الوتکې څو کټګوري سېټونه لري، ټيکټ یې څو دی او هر ډول سېټونه له کومو اسانتیاوو څخه برخمن دي؟

نور احمد عايل

2020-02-11

د الوتکو سېټونه په نړيوالو سفرونو کې مساپرو ته د سفري اسانتیاوو په نظر کې نيولو سره عموماً په دريو برخو وېشل شوي فرسټ کلاس، بيزنيس کلاس او ايکانومي کلاس سيټونه.

لومړی: تر ټولو ښه سېټونه فرسټ کلاس First Class سيټونه دي ، چې ددې سېټونه ټيکټ ډېر قيمته خو ډېرې اسانتیاوې لري، ازاد ، مستريح او اسوده دي د عادي دوو سېټونو په اندازه ازاد سېټ لري،د مزاحمت د کمېدو لپاره د هرکس لپاره ځانګړې چاردېوالي لري، هرډول اسانتياوې لري او هرڅه چې ستاسو په ذهن کې درګرځي هماغه اسانتياوې پکې شتون لري. او هم مخکې له دې چې الوتکې ته پورته شئ په هوايي ډګرونو کې ددې الوتکو په ځانګړو ښکلو سالونونو کې بهترين خواړه او اعلی کوالټي څښاک هم نوش جان کولای شئ او هم پکې استراحت کولای شئ . دا چې ټيکټ یې ډېر جګ دی يوازې نړيوال مشهور سوداګر او سلېبريټیانې پکې سفر کوي، د مثال په توګه په ايمريټس ايرلاين کې له دوبی څخه نيويارک (جان ايف کېنډي هوايي ډګر ته) په فرسټ کلاس سيټ کې د يو کس ټيکټ ۹۱۳۰ ډالر دی. په داسې حال کې چې په بيزنيس کلاس کې شاوخوا ۵۰۱۸ ډالر او په ايکانومي کلاس کې شاوخوا ۱۰۰۰ ډالر دی.

دويم: بېزنيس کلاس سيټونه Business Classدي چې کېدای شي ډېری افغانان یې وپېژني ساده به یې درته ووايم (هغه سيټونه چې که په فلای دوبی ، ايمريټس او يا ايراينډيا کې موليدلي وي چې د افغانستان لوړ پوړی چارواکي( ځينې وخت ولسمشر) او وزيران پکې پرواز کوي او چې الوتکې ته راخېژې په هماغه ځآی کې موقعيت لري ، په ځينو کې يې ددې لپاره چې دا مشهور شخصيتونه ونه ليدل شي پرده او يا دنرۍ دړې دروازه لري چې پرده یې ورته اچولې وي (خو په نړيوالو مشهورو پروازونو کې يې ځای ښکلی ډيزاين شوی وي ) ، د عامو مساپرو په پرتله د دوی اسانتیاوې ډېرې وي، خواړه او څښاک یې ښه وي او هم یې سيټونه د عامو سيټونو په پرتله پراخ وي او هم نورې اسانتياوې لري.

درېيم: ايکانومي کلاس سيټونه Economy class seatsدي هغه سېټونه چې تاسو ټولو پکې سفر کړی دی ، اسانتياوې یې کمې، ځای پکې کوچنی او خواړه او څښاک پکې ځينې وخت وي چې هغه هم په لوړه کچه نه وي او په ځينو کې بېخي خواړه او څښاک نه وي، د الوتکې ډېره برخه همدې کلاس نيولې وي ټيکټ یې ارزانه او ډېر خلک یې د کم لګښت له امله خوښوي، خلاصه هغه سېټونه چې تاسې هرچېرته پکې پرواز کوئ.

په راتلونکي پوسټ کې به د نړۍ د مشهورو شرکتونو د فرسټ کلاس سيټونو له اسانتياوو خبر شئ ، له موږ سره اوسئ



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020