تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هامبورگ کې د نهضت سياسي غونډه – لومړی برخه

انجنير عيسی

2020-02-12

هامبورگ کې د حز ب اسلامي متعهدين او يو شمير اهل قلم او د نظر خاوندان او ليکوالانو په کې برخه اخيستی درلوده او د نهضت اسلامي او د هېواد پر روان سياسي حالت، سولې او يو شمير نورو موضوعاتو باندې بحثونه وکړل او خپل نظرونه يې وړاندې کړل،

غونډه په کوچنی سالون کې تقريباً د 25 کسانو لپاره وه، درې خويندې، اته ځوانان، اته بې طرف افغانان، اته کسان حزبيان او ځينې د حزب اسلامي افغانستان د کورنيو غړی، غونډه د نهضت سياسي په نوم وو نه د حزب اسلامي په نوم، درې وخته لمونځ په جماعت سره اداء شو، بيا د ډوډۍ پروگرام او بيا ورپسې اختتاميه دعاء وشوه.

د غونډې د بحث مطالب:

۱-د افغانستان اساسي قانون.

۲-سياسي مشران بايد يو بل ته لاس ورکړي.

۳-ځوانانو ته توجه.

۴-د حزب تحرير فعاليت.

۵-د يو خور کانديد کيدل.

۶-د افغانستان سياسي او اجتماعي ستونزې.

۷-د حل لارې ته کوشش او هڅه کول.

۸-تکفير بازي حرام.

۹-جرمني يا اروپا کې پارلمان ته د افغان ځوانانو کانديدل حرام يا حلال دی، رأی ورکول شه کار دی يا خراب، آزاد بحث د نهضت يو هئيت د حزب اسلامي محترم مشر سره ملاقات.

۱۰-د محترمې خور زهره مجددی محترم مشر حکمتيار صاحب ته يو پيغام.

۱۱-ولې اروپا کې ميشت افغانان د افغانستان ټاکنو کې حق نلري؟

۱۲-پر دولت جوړولو د يو ورور بيان.

۱۳-قطعنامه او بحث.

۱۴-سوال او ځواب او بيا آزاد خبرې.

 

لومړی مجلس د يو محترم قاري ورور په تلاوت سره پيل شو،

 

د قرآنکريم تر تلاوت وروسته محترم د سياسی چارو شنونکی او ليکوال انجنير محمد عظيم ابرومند داسې وويل چې: دا نهضت سیاسی کوم نوی گوند ندی ټولو سياسي مشرانو او طالبانو ته خپل وړاندې کوو چې يو قانوني حکومت جوړ شي او اساسي قانون عملي شي، تر څو افغانستان له روان بحران څخه ووځي، سياسي مشران کولی شي چې دا کار سر ته ورسوي، قانون حاکم شي، بحران ختم شي، د يو بل سره تفاهم وشي او خپلمنخي مشکلات ختم کړي، ټول افغانان په ارام او سوکاله افغانستان کې ژوند وکړي، د انجنير ابرومند د خبرو اخري برخه کې وړانديز، سوال او بحث وشو.

بيا ورپسې خور زهره مجددي د فضل غني مجددي وريره، جرمني او افغانستان کې خيريه کارونه کوي، تير کال کابل کې د حزب اسلامي محترم مشر حکمتيار صاحب سره يې ملاقات هم درلوده، په کابل کې يو دارالايتام هم لري، نوموړی خور خپل شخصي ژوند او فعاليتونو په اړه يې خبرې وکړل، او دې غونډې ته اول ځل لپاره دعوت شوې او راغلې وه، ددې خور دارالايتام ته تير کال زه ورغلی وم، نوموړی خور اوس د المان ښاري انتخاباتو کې د جرمني شنه گوند لخوا کاميابه شوې ده، زهره مجددي د غونډې گډونوالو ته وويل چې: څرنگه کولای شو خپل مثبت رول د المان حکومت د لارې د ظلم او جنگ د ختمولو لپاره او د افغانستان د مظلومو خلکو سره کمک وکړو.

تر زهره مجددي وروسته يو ځوان ورور فيض غونډې ته وويل چې : نن سبا زمونږ د مشرانو لخوا مونږ اروپا کې ميشت ځوانانو ته توجه نشته، ستاسو د عدم توجه له کبله اروپا ميشت ځوانان د افغانستان او سياست سره علاقه نلري، مونږ ځوانانو ستاسو په خبرو صحيح نه پوهيږي او تاسو زمونږ، نوموړي ځوان ديني مسايل بيان کړل او ويې ويل چې محمد صلی الله عليه وسلم زياته توجه ځوانانو ته وه، البته په دې جريان کې يو ورور ما ته خصوصي وويل چې د حزب اسلامي محترم مشر حکمتيار صاحب ته دا پيام ورسوئ چې حزب اسلامي بايد ځوانانو ته پام وکړي او دا کار ډير ضروري دی، هامبورگ کې اکثره افغان ځوانان او نجونې د حزب التحرير لخوا جذبيږي، د تحرير فعاليت ډير زيات دی.

تر ورور فيض وروسته محترم ورور حاجی صافی د غونډې گډونوالو ته داسې وويل چې:

چې کله هم د افغانستان د بحران په اړه حل لار لټوو، لومړی بايد د افغانستان اوسني ستونزو په اړه کافي معلومات ولرو، څلويښت کاله جگړه  د افغانستان د مشکلاتو اصلي عامل دی، د بېرحمه گاونډيانو مداخلې، د شوروي او امريکا يرغل، اته ميليون مهاجرين، ميليونونه شهيدان، معيوب، معلول او معتاد شول.

دغو يرغلونو او تېريو مونږ ته نور ستر ستر مشکلات هم پيدا کړي چې مونږ مرکزي قوي حکومت نه لرو، د حکومت او نظام ساختار نلرو، زمونږ ټولنيز او اجتماعي ساختار تقريباً ختم شوی دی، زمونږ ملي، مدني، قومي ارزښتونو جوړښت په صفر کې دی، زمونږ ځمکه، زمونږ هوا، زمونږ اقتصاد، زمونږ کلتور او زمونږ تعليمي نصاب د يرغل لاندې دی.

تر څو چې هېواد اشغال وي، مونږ نه تعليمي نصاب په خپله خوښه جوړولی شو، نه اسلامي نظام حاکمولی شو او نه خپل وطن آبادولی شو، په دې ټولو کې نسبي استقلال ته هم ورسيږو، نو يو گام مخ ته تللی يو.

د افغانستان مؤمن، غيرتي، مجاهد، مظلوم او مسلمان ولس نور پر هر چا اعتماد نه کوي، دلته کمونستان بې اعتباره شو، او تنظيمونو هم خپل حيثيت  ....

ادامه لري ....



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020