تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هر سړى پيدا دى خپل کار لره که نه؟

قاضي باران

2020-02-13

خوشال بابا فرمايي:

هر سړى پيدا دى خپل کار لره که نه؟

يو نږدې د پوهنتون انډيوال مو دى.

کله يې چې ډاکتري ترلاسه کړه وطن ته راستون شو، تحصيلات عالي وزارت کې مو تصادفي د خپلو شهادتنامو ارزيابي هم په يوه ورځ ترسره کړه.

دلته يې خپل مسلک کې کار پيل کړو د کابل پوهنتون استاذ او نورو شخصي پوهنتونونو کې يې هم تدريس کولو.

غريب وو خو خداى د علم له برکته خورا شتمني څو کلونو کې ورکړه.

يوه ورځ تلويزون کې اعلان وشو چې زمونږ ملګرى سياسي منصب ته معرفي شو.

ما ورته هماغه شيبه زنګ ووهلو ورته مو کړل چې ګوره اوس به ټول درته مبارکيانې درکوي خو زه درته تسلي درکوم ځکه د توپ خوله کې يې کېنولې او الوزول دي حتمي دي، احتياط کوه خو که لاس واخلې له دې کار څخه ښه به وي.

خلص چې ملګرى په رسنيو کې هره ورځ ښکته پورته کيدلو مطرح شخصيت او پېژندل شوى څېره شوه، څو مياشتو کې ژر تر ژره هم بدنام شو هم محاکمه شو هم زنداني.

اوس ورځو کې له بند څخه وتلى دى خو ذهن کې يې نه علم نه پوهه پاتې ده او نه يې هغه پخوانۍ علمي دولتي مسلکي دنده نه په ټولنه کې قدر او عزت.

موده وړاندې بيا راسره مخ شو او ما هم ورته هماغه خپله خبره ورپياد کړه خو افسوس چې وخت تېر وو.

څوک چې خپل مسلک پرېږدي او بل مسلک کې لامبو وهي د هغو عاقبت هم سخت وخيم دى



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020