تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

داخوان المسلمين د نړيوال اسلامي حرکت د مٶسس او مخلص داعي شهيد حسن البنأ (رحمه الله) د 71 کليزې په مناسبت

محمد ثابت ثاقب

2020-02-13

داسلام دمقدس ، سپيڅلي ، نجات بښوونکي دين او بشريت داخلاقي مکارمو دتکميل د ريښتينې مجموعې د متعهدو ، ايثارګرو ،مٶمنو او نه ستړي کېدوونکو دعوت کوونکو دشنه او زرين آسمان دځلانده ستورو له جملې او د اسلام دلارې د ستر کاروان او اوږدې قافلې له لارويانو څخه يو هم شهيد امام حسن البنأ ده

نه ستړي کيدوونکى داعي ، د وحدت ، اخلاقي مکارمو ، دانساني ارزښتونو تحفظ ته بلوونکى او تر هر چا وړاندې په خپله عمل کوونکي شخصيت داسې چې مثال به ېي د اسلامي امت په سطحه کم تکرار شي .

هغه چې د ټولنې درد يي محسوسولاى شو او د تداوي لپاره يي وړيا دارو تجويزولو.

د اللهي قانون دتطبيق لپاره يي سالم علمي او منطقي دلائل وړاندې کول په همدې خاطر يي دعوت تاثير لروونکى وه او د دعوت دائره يي په چټکى سره پراخيدله تر دې چې نړيوال استعمار يي په وړاندې سکوت د خپلې طاغوتي سلطې او تحريف شوي پرسوده فکر د زوال او بربادۍ په توګه تعبير کړ، او د دې سترې هستۍ د نړولو لپاره يي اقدام وکړ خپل حلقه بګوش غلامان يي توظيف کړل تر څو اسلامي نړى لدې لوى فکري شخصيت څخه محرومه کړي او دانساني ټولنې دسالم جوړښت او سمون په حق کې يي دغه ستر جنايت تر سره کړ، چې يو زړه سواند دعوتګر ايثارګر قائد او عملي شخصيت يي په شهادت ورساوه

 

روح دې ښاد او لار دې روښانه وي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020